تاند، پنجشنبه، د قوس ۱۴مه: د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ناټو د سرمنشي د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې وايي، په افغانستان کې له سولې سره د مرستې غوره لاره داده چې له افغان ځواکونو ملاتړ وشي.

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه نن پنجشنبه په یو ټویټ کې لیکلي، افغان حکومت او ملت د ناټو د سکرتر جنرال وروستۍ څرګندونې چې د سولې په پروسه کې یې د مرستې په خاطر د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په اړه یې کړې دي، ستایي او هرکلی یې کوي.

 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ د ناټو د سرمشریزې په حاشیه کې ویلي وو، که څوک له افغان سولې سره مرسته کوي د افغان ځواکنو ملاتړ دې وشي او دا یې ښه و غوره لاره ده، تر څو طالبانو پوه شي چې دوی د جګړې له لارې بریالي کېدای نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *