تاند- ارګ وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل به د هیواد پر امنیتي وضعیت اغېز ونه کړي.
وروسته له دې چې امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د ۷ زره امریکايي پوځیانو پر ایستلو غور کوي، د افغانستان د ولسمشر ویندوی هارون چخانسوري په ټولنیزو رسنیو کې وویل«که دوی خپل پوځیان له افغانستانه وباسي، امنیتي اغېز به ونه لري ځکه چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې افغانان د خپل هیواد د ټولو امنیتي چارو مسوولیت په خپله غاړه لري.»
د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی او بهرني پوځیان افغان امنیتي ځواکونه روزي او د دې ترڅنګ په ځینو مواردو کې د افغان امنیتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.
له افغانستانه د ۷ زره سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه هیله غوړوي چې ممکن د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان پر سوله موافقه نژدې شوې وي او یا ممکن د جوړجاړي په اړه طالبانو ته د سپینې ماڼۍ شنه اشاره وي.