تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: افغان حکومت وايي، د بیجنګ د سولې بین الافغاني غونډې لپاره د ګډونوالو په لیست کار کوي او دا لیست یې لا تر اوسه نه دی بشپړ کړی.
د ولسمشر ویاند ښاغلي صدیق صدیقي په دې اړه نن ماسپښین یو خبري کنفرانس ته وویل، حکومت د بیجنګ له ناستې سره مخالفت نه لري بلکې دغې ناسته کې د ګډون لپاره د خپل پلاوي په چمتو کولو بوخت دی.
نوموړی وايي، لا هم د حکومت کار په دې روان دی چې د بیجنګ ناستې لپاره لیست چمتو کړي: (( د چین ناسته د سولې لپاره د روسیې او قطر د ډیالوګ برخه ده او د سولې مذاکرات نشو ورته ویلای.))
نوموړی وايي، افغان حکومت دې ته ترجیح ورکوي چې دا ډول ناستې د افغان حکومت د استازو په رهبرۍ یا ګډون دایرې شي: (( له سیاسیونو مو خواهش دا دی چې خپلې شخصي ګټې پرېږدي او دولت ته اجازه ورکړي چې د سولې په پروسه کې له خپلو خلکو استازیتوب وکړي.))
ټاکل شوې وه د بیجنګ ناسته د عقرب په اوومه او اتمه د طالب او افغان استازو تر منځ جوړه شي خو د یو شمېر ستونزو له کبله دا ناسته وځنډېده.