تاند- ارګ نن /چهارشنبه/ له سیاسي لارې د هیواد د ستونزو د حل کولو لپاره د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د هڅو هرکلی وکړ.

د امین کریم په مشرۍ د حکمتیار د اسلامي حزب پلاوی له نژدې یوې میاشتې راهیسي په کابل کې دی او په دې موده کې یې د سولې له عالي شورا او یو شمېر چارواکو سره د سولې په باب خبرې کړي.

د حکمتیار پلاوي دا هم په زغرده ویلي چې د سولې لپاره له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو له شرطه تېر شوی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د خبرو له لارې به هیواد ته سوله او امنیت راشي.

د افغانستان له حکومت سره د حکمتیار د سولې لپاره پکار ده چې د نوموړي نوم د امریکا او ملګروملتو له تور لیسته لېري شي.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې د افغانستان حکومت په دې برخه کې څه اقدام کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *