له اوو کلونو راهيسې ارګ د حريف ورمېږ د جاسوس په تور ورماتوي؛ اوه کاله کېږي، چې په افغانستان کې جاسوسان او لابيان ګډ اتڼ کوي، غوبل کوي، نه جاسوس تعريف پيدا کړ، نه دار ته جګ شو او نه جاسوس اعتراف وکړ. دغه داستان په قطر کې د سولې له هنګامې سره بيخي کش پيدا کړی دی، حتی که حکومت په رڼه میدان په لوڅو سترګو هم راپرځي، خپل پريوت د حريف له الوت غوره تلي.

له قطر او امريکا سره د ارګ چلند د سياسي جريانونو او اپوزيسيونونو له خوا په خاموشۍ بدرګه کېږي، دغه خاموشي د کاملاً رضايت نښې ندي، بلکې د خاموشۍ ترشا د ډار او اندېښنو یو توپان پروت دی، خو له دې کبله چې ارګ دغه لوبه د هر سياسي ليد له سويې لوړه ګڼي، نو ځکه  په یوازې سر په میدان کې ډغره وهي او بل فرد یا جريان ته مداخله له ملي ارزښتونو او ملي اهدافو سره متضاده ایسي.

له امريکا سره امنيتي تړون او په قطر کې د سولې په نامه جریان د افغان حکومت د تاريخي ماموريت دوه خطرناک اما مهم موارد دي، هم تړون او هم سوله په سل فيصده ضرورت بدل شوي؛ اما په عین وخت دواړه موضوعات له پنځوس سلنې ریسک سره د افغانستان سیاسي حیات ته ورمخامخ دي. د تړون دواړه شکلونه هغه چې افغان حکومت يې وړاندې کوي او هغه چې امریکا يې د ځان په خیر ګڼي سره په تضاد کې دي. په امريکا د لومړني هغه منل يې تضمين نشي لرلای او په دویم یې د ولسمشر کرزي لاسليک افغانستان ته په سوکالۍ راوړلو ذمه واري نه يقيني کوي. د قطر سوله هم همداسې یوه معما ده؛ له طالبانو سره سوله د آب حیات ارزښت لري، اما د سولې او پخلاينې هغه مسير چې په ناڅرګندو تعاملاتو کې له دوحې څخه کابل ته رامات شوی، ګڼ سوالونه يې رامنځ ته کړي دي.

د افغانستان تاريخ ډېرې داسې مرحلې ترشا پرايښې دي، تاريخ په داسې مواردو کې د افغان دولتونو د تاريخي ماتې ګڼې بېلګې هم وړاندې کوي، چې یا کاملاً په ضد درېدلي يو، یا مو دويم انتخاب ندی لرلی، یا د مشورې نهادونه غلط تفکيک شوي او پوښتل شوي دي او یا مو د خاورو په بيه سودا کړې ده. امير عبدالرحمن خان په (قيام را قواُم دهېد) شعارونو د پکتياوالو پاڅونوالو په احساساتو خپلې سخې سړې کړې، داؤدخان په امريکايي ګوګړ د روسي سیګرټ له څکلو خوند اخستی او حفيظ الله امين د زده کړې او لوړې مراجع سره جنګولي اما په انجام کې موږ د انګريزانو، روسانو او بالاخره د امريکايانو په پښو کې دل پراته يو.

نن کټ مټ یوه بله تجربه تکرارېږي، خلک وايي، کرزی د دوو متضادو دريځونو په يوه داسې دوه لاره کې ولاړ دی، چې خپله هم د تصميم په خوا خپورۍ مبتلا ایسي. د سياست او ديپلوماسۍ حتی د ولسي سلوک د فورمول له مخې مطلق العنانه پاچاهان ځکه ناکام او له استبداد سره سره لار ورکي دي، چې ځانونه عقل کل ګڼي او هربل څوک ورته خطا او اشتباه ښکارېږي.

ولسمشر کرزي خپل حريفان د حکومت په لوی چوکاټ کې په سليقوي او کاملاً شخصي معيارونو تللي او رټلي دي، دغه اشخاص چې نن بايد د مشورې او سياسي تصاميمو په برخه کې حساب ورباندې وشي، ولسمشر ته د هر بل هېواد د استخباراتو اېجنټان او لابيان ښکاري. د دوی په نظرياتو خپلې يوې ابتدايي چارې ته هم مشروعيت نه ورکوي، اما دغه کټګوري خلک بيخي اکثريت دي. د ولسمشر دغه قضاوت نه سم دی او نه د جاسوسۍ په سطحي يا بې بنياده اتهامونو ککړول د افغانستان له خوږمن بستر سره مرسته کولای شي. امريکا او متحدين يې په سياسي تعاملاتو کې د ارګ په نسبت په نورو وړو جوړښتونو چې جنګسالاران او زورواکي يې په راس کې دي ډېر حساب کوي. دغه چاره ارګ تجريدوي. د بېلګې په توګه د امريکا سفير او د المان د بهرنيو چارو وزير، له ارګ سره په غونډو او ناستو کې تر تشريفاتي خبرو ستره برنامه نلري، اما په عین وخت له عطاءمحمد نور او ګل اغا شيرزي سره په ژورو موضوعاتو بحث کوي، تصميم نيسي او د نورو مشروع او قاطع حکومتونو په څېر ورسره معامله کوي، ډېر وخت ارګ له دغسې مسايلو یا د مېډيا له لارې په فرعي توګه خبر شوی او یا حتی هېڅ خبر شوی هم ندی.

د امنيتي تړون او سولې په برخه کې بله غټه ستونزه چې همدا اوس ورسره لاس او ګريوان یو، له پخوانيو تنظيمي مشرانو او ځينې محلي زورواکانو سره د نخبه ګانو په توګه د ارګ اړيکې دي. په تېره یوه میاشت کې چې کوم مشورتي مجلسونه ترسره شوي، اکثر مېلمانه يې بانفوذه محلي مشران اما د مسايلو په اړه بې سويې، بې هنره، او کم درکه اشخاص دي. د ولسي نفوذ په برخه کې په دغو اشخاصو حساب په ځای عمل دی، مګر په درايت د عملو کولو لپاره د دوی مشوره هېڅ ځای نشي نیولای، ځکه دوی د کاميابۍ او له بحرانونو د وتلو د یوې تجربې بېلګه هم نشي لرلای.

د ځان په اړه د تصميم کل، مغز کل او عقل کل فتوا د ارګ يو غلط تحليل دی؛ ارګ بايد د پراخو سياسي اکاډميکو او علمي بحثونو دړه پرانېزي، سياسي ګوندونه، مدني جريانونه، افغان علما، سياسي نخبه ګان بايد په بېلابېلو کټګوريو کې وروغوښتل شي او له همدې طريقې څخه د ملي اجماع استفاده وکړي. دغه بحثونه بايد د سليقو او غرضونو په بنياد ولاړ پاتې نشي، دغه بحثونه بايد د افغانستان د واحد پاتې کېدو، واحد عمل کولو او ملي ملاتړ ترلاسه کولو په نيت واؤسي. دغه بحثونه د سنجيده اقدام لپاره وروستی فرصت دی.

زه د بحثونو دغه طريقې او اجماع ته د شريفانو په اجماع ترجيح ورکوم، ځکه دغه طريقه کولای شي، د افغان دولت لپاره یا لومړنی انتخاب يقيني کړي او یا د بي انتخاب زمينه برابره کړي. دغه مشورتي اجماع کولای شي، د ارګ له اوږو مسووليت کم کړي، دغه اجماع کولای شي ملي باور او توحيد ته په بې ساري ډول زمينه برابره کړي. که داسې نه وي، او ارګ له اشخاصو او سياسيونو سره د جاسوسۍ او شخصي قضاوتونو په معيار فاصله وساتي، نه یوازې ارګ د بحران زمينه ساز دی، بلکې د ارګ د عمل پر وړاندې درېدل د سياسي او علمي نخبه ګانو وجداني دنده ده.

له محور ورځپاڼې په منننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *