تاند- ارګ یا د افغانستان جمهوري ریاست د عبدالله عبدالله پرونۍ څرګندونې د دولتدارۍ د موازینو خلاف وبللې او اعلان یې وکړ چې د ښاغلي عبدالله پر څرګندونو به ژر جدي بحثونه وشي.

د ارګ په خبرپاڼې کې، چې نن /جمعه/ یې خپره شوه، راغلي دي«په تاسف سره د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې، ځکه د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي.

د ملي یووالي حکومت کار د مجموع په توګه ادامه مومي، د هغه د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي.»

اجرايي ريیس عبدالله عبدالله پرون د ځوانانو یوې غونډې ته په وینا کې د هیواد ولسمشر وننګاوه او حکومت یې په چارو کې په پاتې راتلو تورن کړ.

خو د ولسمشرۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملي یووالي حکومت په پوره حوصله د چارو په پرمخ بېولو کې په نژدې دوو کلونو کې له زیاتو ستونزو سره سره د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

په دې اعلامیه کې دغه راز ویل شوي«د هېواد د حساسو شرایطو په درک سره لازمه ده چې سیاسي قشر، دولتي مقامات، علمای کرام، قومي مشران او شریف هېوادوال د نظر په یووالي او د لازمې اجماع په حفظ سره خپلو ګډو کوښښونو ته ادامه ورکړي، تر څو په ټولو شته ننګونو بریالي شو.»

د اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د څرګندونو په اړه د چارو ځیني کتونکي وايي چې عبدالله په دې توګه هڅه کړې چې په جمعیت ګوند کې، چې د مشرتابه پر سر یې رقابتونه روان دي، د ځان خلاف نارضایتي لږه کړي.

One thought on “ارګ د عبدالله څرګندونې د دولتدارۍ د اصولو خلاف وبللې”
  1. تاسو ولی دخپلو شومو اهدافو لپاره ملت زاوروی دیته خو څوک دولت او دولت مردان نشی ویلی هسی ډرامی مو جوړی کړی تاسو شرم لری په مرکز کی څه حال ؟او ولایاتو کی څه حال روان دی ؟تاسونه هیڅ تواقع نشی کیدای لیری شی خدای ته وګوری نوره ملت مه تباه کوی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *