تاند- د افغانستان حکومت له طالبانو سره په قطر کې د خبرو لپاره د ۲۵۰ کسیز پلاوي لېست خپور کړ.

په دې لېست کې د ګوندونو استازې، د مدني ټولنې غړي، ژورنالیستان، ښځې، سیاسیتوال، پخواني جهادي مشران او قومي مشران شامل دي.

په لیست کې شامل کسان

7 thoughts on “ارګ د قطر د خبرو لپاره د مرکچیانو لیست خپور کړ”
  1. ښه خبر ! ! وطنپال اوصادق سړی لکه رمضان بشردوست پکې نشته -دغلو اوداختطافچیانواستازی لکه( امان الله ګذر او کلکانی ) پکې شته -دجوارګرواستازی لکه ایماق پکې شته – – دغاصبینو استازی لکه ملا عزت او۴۰ نورلکه ـ مشاهد او تاج محمد چورپور پکې شته -دمخدره توکو دسوداګرو استازې (کوفی) پکې شته – دبې ناموسانو استازی (رسول) پکې شته – دګوسفندان دچاغوالی استازی عبدالرحمن هوتکی اوامرخیل پکې شته – اواسپنتا چې په خپل کتاب ( افغانستان روایتی از درون) [مجددی صاحب ۲میلیون ډالر ګرفت ولی من نګرفتم] پکې شته – ای بدبخته ملته نور څه غواړې – ستا په برخلیک څوک خبرې کوی

  2. سلامونه ! دپورته کسانو په عوض باید داسې کسان غوره شوی وای : ډاکترعتیق الله امرخیل ، خانجان الکوزی ، ډاکتر نصرالله ستانکزی ، ډاکتر رمضان بشردوست ـ ډاکتر سید نورالله جلیلی ـ میرمن حقوقمل – جنرال امان -لالا جاویدملی پانګوال – ډاکتر ودیر صافی -ډاکتر عبدالسلام جلالی -حاجی سیدداوود-معتصم آغاجان-نوررحمن لیوال-ډاکتر چراغ علی- سیدعلی جاوید

  3. There are quite a few names in the list that express modernity in their political views and personal lives which is a plus. I suggest that Amir Ismael Khan should be seated between Ms. Farkhunda Zahra Nadiri and Mr. Abdul Ghafoor Lewall in case he forgot to function in par with 21st century.

  4. پدې هکله بل ډول نظر
    اولاً چي دا دوه سوه څو نفری هیئت هر څومره په اوږده موده له کابل څخه غائب وی په هغه اندازه به د کابل عادی او تشریفاتی ترافیک د ستونزو څخه په امان وی
    دا ټول هغه کسان دی چي بایسکل خو ئې ندی زده او که ئې زده هم وی د تکبر له وجی ئې نه کاروی
    هر یو د تورو ښیښو په موټر کی سپور وی
    باه باه، په پاسپورټونو کی به ئې د قطر د وېزې وروسته هر اړخیزی اشتهاوی نوری وپړسېږی او معلومه نده چي تر را ستنېدو وروسته به ځانو ته هم توری ښيښې ولګوی او که به همدا د موټرانو په تورو ښيښو قناعت وکی
    د طالب او ور روان هیئت ته یوه علمی( ډېره علمی مشوره) لرم هغه دا چي
    د فوټبال په لوبه کی ځینی وخت غیر اخلاقی کړنی تر سره کیږی پدې معنی چي د ګټونکی ټیم لوبغاړی د لوبی وروستنۍ لس شل دقیقې د غیر ضروری او غیر مهمو حرکاتو په تر سره کولو ضایع کوی څو د مقابل طرف څخه د یو مؤثر اقدام فرصت واخلی
    نو زما پیشنهاد دادی چي که چیری ستاسی څخه یوه خوا په دې پوه سوه چي پایڅې ئې د ماتی په سُرکه لندې سوې نو دی وخت پر نورو کارونو ضایع او مقابل طرف دی مصروف وساتی
    مثلاً
    هره اته دقیقه وروسته دی یو د بل سره د غېږی روغبړ تر سره کی او په ضمن کی د چرګانو د ګنج دوکاندارانو غوندی دی ښې ټینګی چنې هم سره ووهی
    ددې کار ګټه حداقل داده چي موږ ته د سولی د توافق هیلی او امیدونه را پیدا کیږی
    تر دې شوخی چي تېر سو
    اصلی خبره
    زموږ د وطن حالت او یا حداقل راتلونکی غونډی امریکائي کُشتی ته ورته دی
    ظاهراً ډېری هیجانی او جالبی او جدّی بریښی خو په حقیقت کی ددې کُشتی غالب او مغلوب له اوله سره ټاکل سوی او معلوم سویدی
    زموږ او ستاسی خو بېله دُعا او نیکو هیلو بل څه په وس کی نسته بناً هیله لرو چي لوی لوبغاړی او بازیګران پخپلو منځو کی یو توافق ته ورسیږی او زموږ مظلوم وولس ددې بدی او یخی ورځی څخه نور وژغورل سی

  5. ښه به دا وه چی د حکومت او ملت په نمایندګی داسی کسان ټاکل شوی وای چی لیوال صاحب ورته اشاره کړی هغه هم ۱۰-۱۲تنه ،دا سیاهی لشکر د څه لپاره؟
    دا زموږ تشتت ښیی او داښیی چی دا ډلی اصلا دملی ګټو د تحفظ تصور نلری او یوا ځی زما جیب او زما ګیډه شعار کما فی السابق زمزمه کوی او دا د مصلح او ثالث بالخیر رجالو کار دی نه د مغرض او مرضی ډلو چی په ملی او حکومتی امتحان کی ناکام او عاری له ظرفیت لازم دی
    او اوس چی د طالبانو کبار له تور لیست وتلی نو ښه به دا وه چی ۲۰ طالبان کابل ته راغلی وای ددی پر ځای چی ۲۵۰ تنه هلته ورځی او معقوله هم داوه

  6. سلام
    نیو کہ پہ دی کی نہ دہ چی ارگ ولی دغہ کار کری یا یی تور لشکر پہ رسنیو کی خلکو تہ ور پیڑندلی او یا دکرزی نہ موجودیت او ھمدارنگہ د یو شمیر نور کاسو او کپریو گدون چی د تویتر لہ لاری خپلہ خیلگی کوی مطرح دی
    دسولی محتوا،دسولی بنست، اصولو او اسا سا تو تہ دولت مجبور دی یو تگلاری ولری دغہ کار نہ دولت ھم پہ کورنی او ھم بھرنے برخو کی ھیخ دول پلمہ کولای نہ شی ۔د یوہ اخلاقی معیار پہ رنا کی حکومت د سولی اھمیت فرھنگی او تاریخی اھمیت تہ پہ کتو د جرگے لپار ہ مجرب ، پاک با رسالتہ او مسلکی کسان داستانو پہ توگہ تا کلی چی ھر چاتہ یی شایستگی درلود ای
    دا خو میم زر ما تولہ د ما کار شوی وادہ خو نہ دی د یوہ ولس د برخلیک دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *