تاند، دوشنبه، د حوت ۲۶ مه: په ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د نومونو خپور شوی لیست ناسم بللی او ویلي دي، چې افغان حکومت یو لیست ترتیب کړی، چې د خبرو د نیټې او ځای د اعلان وروسته به خپور شي.

وحید عمر د دوشنبې په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د سیاسي مشرانو او د ټولنې له ټولو اقشارو سره د مشورو په ترڅ کې د یو ټولشموله پلاوي ټاکل د افغان حکومت مسوولیت دی.

ښاغلي عمر وویل، په ټولنیزو رسنیو کې مې چې کوم لیست ولید زه یې نشم تائیدولی … پلاوی ټاکل شوی، هرکله، چې د خبرو نیټه او ځای وټاکل شي او دا وګڼل شي، چې پلاوی خبرو ته حاضر شي، هغه مهال به ارګ هم د پلاوي غړي اعلان کړي.

تیره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې له د طلوع تلویزون په استنباط له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت د یو ۱۵ کسیز مرکچي پلاوي لیست خپور شوی و.

په دغه لیست کې د افغان حکومت، د یو شمیر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د استازو نومونه شامل وو.

خو د ولسمشر سلاکار وحید عمر په داسې حال کې د مرکچي پلاوي دا لیست رد کړی، چې د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت بهر یو شمیر سیاسي مشرانو، چې عبدالله عبدالله او پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی هم په کې شامل وو، د سولې د عالي شورا د رئیس محمد کریم خلیلي په کور کې په یوه غونډه کې د طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت او د ټولو سیاسی جریانونو د استازو په ګډون د یو ګډ پلاوي په جوړولو موافقه کړې وه.

په دې غونډه کې سیاسي ګوندونو مشرانو یو پلاوي ته وظیفه ورکړه، چې د یو ټولشموله پلاوي د جوړولو لپاره کار وکړي.

One thought on “ارګ: د مذاکراتي پلاوي په نوم خپور شوی لیست ناسم دی”
  1. وطنوال ولی چوپ دی۰
    دا یو مملکت دی چه د ۳۴ ولایتو څخه جوړ مختلف قومونه پکی ژوند کوی۰
    دا د لس نفرو چپاول ګرو هیواد نه دی چه په یو کور خجره یا سموار کسی سره را ټول شی او د هیواد په مهمو
    مسایلو پریکړی کوی۰ دلته منتخب خکومت او پارالمان موجود دی۰ د مملکت پریکړی باید د يو عومی ادرس څخه وی۰ ولس باید دغه ټیکه دارانو ته ووایی چه په کوم ًقانون تاسی د ځانه د مملکت په هکله پریکړی کوی۰
    ولس باید عکسالعمل ښکاره کړی۰ دا څو ټیکه داران د مغرضو هیوادونو استخباراتی خلقی دی
    چه د پردی اجنداوی په دغه دردیدلی ولس عملی کوی۰ په تیرو څو لسیزو کښی هر یو ولس ته معلوم دی
    او نور ولس د دوی څیری پیژندلی دی۰
    دخدای لعنت په هغه چا چه دپردیو د اهدافو او جاسوسی لپاره پدی وطن کښی کډوډیو ته لمن وهی۰
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *