تاند- د افغانستان حکومت د طالبانو د موسس ملا محمد عمر اخوند د پټېدو د ځای په اړه هغه ادعا رد کړه چې یوې لوېدیځې لیکوالې بیې دم (Bette Dam) په په یوه کتاب کې کړې ده.
دې لیکوالې په خپل تحقیقي کتالب (د ملا عمر پټ ژوند) کې ادعا کړې چې د طالبانو بنسټګر د امریکا د تصور خلاف په پاکستان کې نه بلکې په زابل ولایت کې د امریکا یوې اډې (وولورین) ته نژدې پټ و.
د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«موږ دا خیالي ادعا په کلکه ردوو او هغه طالبانو او د هغو ملاتړ کوونکو ته د هویت ورکولو او جوړولو یوه هڅه ګڼو.»
چحانسوري همداراز لیکلي«موږ کافي شواهد لرو چې ښيي دی (ملا عمر) په پاکستان کې اوسېده او همالته مړ شو.»
هالنډي لیکوالې اغلې دم، چې وايي د طالبانو د مشر په اړه پر څېړنې یې ۸ کاله لګولي، ادعا کړې چې ملا عمر هیڅکله په پاکستان کې نه و پټ شوی او د امریکایانو له اډې یوازې پنځه کیلومتره لېري اوسېده. خو هغه له دغه ځایه نه خوځېده ځکه چې بېرېده چې وبه نیول شي.
اغلې دم دا د امریکا د استخباراتو ناکامي بولي.
لیکوالې د ملاعمر د یوه ساتونکي جبار عمري پر څرګندونو زیات استناد کړی او ځینې څرګندې تېروتنې یې هم کړي دي. دا د ملا عمر د زوکړې ځای د زابل سیوری ولسوالي ښيي خو د طالبانو له لوري د ملاعمر د زوکړې ځای د کندهار د خاکرېز ولسوالي چاه هفت کلی ښودل شوی دی.
دا کس يو خيالي شخص وو. خدای خبر چی په کومو استخباراتی کړييو پوری اړونده کس وو.
ممکن کوم څوک به د ملا محمد عمر په نوم په کندهار یا زابل کې وو او جهاد به یې کړی وي . خو « امیرالمومنین ملا عمر مجاهد » په نوم د یو شخصیت موجودیت بیا کاملا یو ساختګی او تخیلي هویت دی.
دا څنګه کېدای شي چې د افغانستان نژدې دریمه برخه مساحت د ټالیب له خوا فتحه شي ، پنځه کاله په یو لوی هېواد واکمني وکړي. فرمانونه صادر کړي . له هېواده یا له سلطنته « حمارته » وتښتي او 13 کاله نور هم د هغه د ژوندي پاته کېدو ادعا وشي . اما بیا هم دا څهره څوک ونه ویني او خلک یې په موجودیت شک وکړي.
اروپاییان خوشباوره خلک دي او د افغانانو خصوصا د ټالیبانو له دروغو خبر نه لري. د ملا ذبیح له ښکرورو درواغو نه خبر نلري چې په یوه ورځ کې د افغانستان دولت ته سقوط ورکوي.
زما په نظر دا هماغه کرنیل امام د فکیستان د استخباراتو یا آی اس آی پخوانی رییس وو چې پرځان یې ملاعمر تقلبي نوم ایښی او د افغانانو د وژلو لپاره یې مؤظف کړی وو.
مونږ ته تاریخ د پیر کرم شاه یا لارنس انګریز یا د پلخشتي د جومات ملا امام هم یادونه کوي .
هغه پاک وطني سړۍ چې ساده کلیوالي پښتو به یې وېیله او خبرې به یې کولې ما په خپلو سترګو لیدلی دی نو اوس به دا څرنګه کيږي زه درواغ وایم که دا نور نو چې داسې غله او اخلاقي غله وي نو دا وطن به څرنګه ابادیږي خو ټول په درواغو کې ژوند کوي !!! ولا حول ولاقوت
” مونږ ته تاریخ د پیر کرم شاه یا لارنس انګریز یا د پلخشتي د جومات ملا امام هم یادونه کوي ”
Ohhh you forgot the current sleeper cells, namely Peer Baghdad and the Estekhaara salesmen !!!
زه پخپل ذهنی آرشیف کی د خلق د ګوند همدارنګه ملا عمر په هکله داسی هیښوونکی منظرې لرم چي تر اوسه زما هیڅ ګران وطنوال کوم بل ځای ندی لیدلی چي ورځ ئې راسی وړاندی به ئې کړم