تاند، جمعه، د جدي ۲۷مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان حکومت د سولې د هرې هغې طرحې هرکلی کوي چې اوربند په کې د اساسي شرط په توګه مطرح وي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټر پاڼه د طالبانو لخوا نسبي اوربند یا د تاوتریخوالي راکمولو طرحې ته د غاړې ایښودلو په غبرګون لیکلي، باعزته سوله د افغان دولت، خلکو او نړیوالو لومړیتوب دی خو دغې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار اوربند دی.

نوموړي لیکلي سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت طرحه د تاوتریخوالي راکمول نه دي، بلکې اوربند باندې ټینګار کوي ځکه د صدیقي په خبره د تاوتریخوالي راکمول دقیقه نظامي معنا، حقوقي اړخ او عملي جنبه نه لري: (( موږ هغه اوربند غواړو چې دوه کاله وړاندې په کوچني اختر کې رامنځته شوی و، له دې پرته هر ډول تاوتریخوالی د جګړې په معنا دی.))

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي هم تېره ورځ له تاوتریخوالي راکمولو سره مخالفت ښودلی او اوربند باندې یې ټینګار کړی و.

خو په همدې حال کې طالب ویاند سهیل شاهین خبر ورکړی چې ملا برادر او خلیلزاد د سولې د هوکړې د لاسلیک نېټې په ټاکلو خبرې کړې دي.

له دغه ټکي داسې ښکاري چې امریکا او طالبانو د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي په راکمولو هوکړه کړې ده.

One thought on “ارګ: د هغې سولې هرکلی کوو چې اوربند په کې اساسي شرط وي”
  1. طالبان باید د خپل ولس پروړاندې ځانونه مسوول احساس کړي ، د دوی موقف باید روښانه وي د هغوی دا موقف چې وایی: « طالبان د لنډې مودې لپاره د تاوتریخوالي پر کمېدو سلا شوي او ټینګار یې کړی .» بې مانا خبره ده ، که د دولت او یا طالبانو نه یو لوری کوم ځای اوربند رعایت نه کړي او جګړې ته دوام ورکړي ، دا ټوله پروسه له منځه وړی شي. ځکه تاوتریخوالی کمول کوم حقوقي مسوولیت نه لري.
    اما اوربند د دواړو مخالفو غاړو او ولس په ګټه دی. هریو مسوولیت احساسوي چې باید د خپلو قوماندانانو او مشرانو امر پرځای کړي.
    زما په نظر طالبان پر خپلو غړو دا اطمینان نه لري چې اوربند به مراعات کړي ، نو ځکه یې داسې یو بې مانا تصمیم نیولی دی او یا هم کېدای شي ، د پنجاب اداره دوی ته د اوربند اجازه نه وي ورکړي. په اوربند کې د اطمینان فضا را منځ ته کیږي او په تدریج سره د ناخوالو ، تاو تریخوالي او جګړي اصلي عاملین له منځه ځي ، وروري او اعتماد جوړونې ته زمینه برابریږي. د مغرضو ګاونډیانو د مداخلې پلمې ورک کیږي. دایمې سوله او بالاخره د افغان او مسلمان وژنې تاریخ ختمیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *