تاند – د ارګ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د باریک آب د صنعتي او زراعتي مېنې په هکله او دا چې د نومرو وېش یې په څه ډول ترسره شي خبرې وشوې.
د ارګ خبرپاڼه لیکي، چې په غونډه کې دا موضوع وڅېړل شوه چې په نوي صنعتي پارک کې د پانګه اچوونکیو لپاره د پانګه اچونې پروسه څنګه اسانه کړای شي.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، چې په دې غونډه کې په نورو سربېره، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د تجارت او صنایعو وزیر همایون رسا، د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور، اجرایه رییس عبدالله برخه اخیستې وه.
پانګه اچونه او د استوګنې د لویو نویو مېنو جوړول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په چټکۍ سره روان دي چې د ملي تر څنګ نړیوال پانګوونکي وربلي چې پانګونې په کې وکړي، مالیې ترې واخلي او د کوربه هېوادونو مسلکي او غیرمسلکي کارکوونکو ته په کې د کار فرصتونه برابر شي.
ویل کیږي چې سعودي عربستان د روان کال د اکتوبر په وروستیو کې په یوه بې ساري اقدام کې د ۲۶۵۰۰ مربع کیلومترو په پراخه ساحه کې د داسې یوه سترښار او د استوګنې د مېنې د جوړېدا پروګرام اعلان کړ چې د کابل ښار ۹۶ برابره لویوالی به ولري. (په دې هکله د تاند مفصل راپور)