شاه حسین مرتضوي

تاند- د افغانستان د ولسمشر ویندوی هغه ادعاوې رد کړې چې پر اساس یې ویل شوي و چې ولسمشر غني د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ته د دې جرګې د منحل کولو ګواښ کړی دی.

د ولسي جرګې یوه غړي عبدالرحمان رحماني نن د دې جرګې په علني غونډه کې وویل چې ولسمشر غني خبرداری ورکړی چې که د ولسي جرګې له لوري امنیتي وزیران (دفاع، کورنیو چارو او د ملي امنیت رييس) سلب اعتماد شول، جرګه به منحل کړي.

شاه حسین مرتضوي نن /شنبه/ وویل چې ولسمشر غني د ولسي جرګې هیڅ غړي یا بل چا ته داسي خبره نه ده کړې.

ده همداراز وویل چې په وروستیو دوو کلونو کې د حکومت او ملي شورا د غړیو ترمنځ تر ۲۰ زیاتې غونډې شوي او په ټولو کې هڅه شوې چې د اساسي قانون په رڼا کې او د افغانستان د ملي ګټو لپاره د درې ګونو قواوو ترمنځ همکاري ډېره شي او ستونزې کمې شي.

د ولسي جرګې کاري دوره دوه کاله پخوا پای ته رسېدلې خو د ولسمشر په موافقه تر نویو انتخاباتو پوري، چې لا یې هم پر نېټې سلا نه ده شوې، کار ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ