تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷ مه: افغان حکومت، د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا طالبانو سره د سولې د مذاکراتو ځنډولو هرکلی کړی او ویلي یې دي، طالبان په افغانستان کې د سولې مخه کې اصلي خنډ دي.
ټرمپ تېر ماښام په پرله پسې ټویټونو کې وویل، له طالبانو سره یې لیدنه لغوه کړې او سولې خبرې یې ځنډولي ځکه دوی د کابل وروستي برید کې د یو امریکايي په شمول ۱۱ کسان وژلي دي.
ارګ په دې تړاو یوه خبرپاڼه کې خپل دریځ ویلی او زیاته کړې یې ده چې کابل د باعزته سولې راوستو ته ژمن دی خو په افغانستان کې د سولې مخه اصلن طالبانو نیولې وه او پر افغانانو یې خپل تاوتریخوالی جاري ساتلی دی.
ارګ ویلي، واقعي سوله هغه وخت راتلی شي چې طالبان د بې ګناه وګړو وژنه بس کړي، اوربند ومني او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني: (( حکومت د سولې د طراح په حیث د سولې مشورتي جرګې پریکړو ته ژمن دی او ګام په ګام یې پلې کوي، دغه راز د سولې لپاره د خپلو متحدینو د رښتینو هڅو درناوی کوو، دغه راز ژمن یوو چې له امریکا او ملګرو سره یې د باعزته او دایمي سولې لپاره دایمي کار وکړو))
خبرپاڼه کې د میزان په شپږمه پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار شوی او ویل شوي چې یو قوي، قانوني او مشروع حکومت کولی شي چې د سولې پروسه په ډېر دقت او تدبیر مخته یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا هم دټرمپ د څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی او قطر کې یې د مشرانو تر منځ له اضطراري غونډې یو طالب مشر هم لا نه دی راوتلی.