تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د طالبانو د بریدونو زیاتوالي او د اوربند د غوښتنو ردولو وښوده چې دا ډله د تاوتریخوالي کمولو ته ژمنه نه ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن یکشنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبان د پخوا په څېر د افغان دولت او خلکو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

 نوموړي ویلي، افغان دولت د جګړې د ختمولو او د سولې د ټینګښت په خاطر د تاوتریخوالي کمول او د سولې مذاکراتو پیل ومانه: (( حکومت د مذاکراتو د پیل لپاره ټول لازم اقدامات ونیول، مذاکراتي ټیم یې جوړ کړ او ولسمشر د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان عملي کړ.))

 صدیقي ویلي، طالبانو په دې هر څه سربېره د اسلامي جمهوریت، د هیواد د علماو،  د اسلامي همکاریو د سازمان، ملګرو ملتونو، امریکا، ناټو، اروپايي ټولنې او نورو لوریو لخوا په روژه کې د اوربند غوښتنه ونه منله او لا هم د افغان مسلمانانو پر ضد په جګړه ټینګار کوي.

صدیقي نه دي ویلي، چې افغان حکومت به له دې وروسته له طالبانو سره څه وکړي، خو تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو که طالبان د سولې او اوربند غوښتنه ردوي، نو افغان ځواکونه یې پر وړاندې د خلکو دفاع ته چمتو دي.

2 thoughts on “ارګ: طالبانو ثابته کړه چې د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن نه دي”
  1. د طالبانو تروریستی ډله د کومه وخته چه په افغانستان کی د پردیو د خوا ایجاد شوی او تر اوسه تمویل او تجهیز کیژی ددوی د ایجاد فلسفه په افغانستان کی افغان وژنه اوورانی دی ، د افغانستان کمزوری کول او په شا تګ دی .دوی د صلحی د پاره نه دی راغلی ، دوی د جنګ ، وحشت او قتل وقتال ډله ده چه په بل عبارت ورته تروریزم وایی . ددوی څخه دا توقع چه یا روژه په نظر کی ونیسی ، یا لمونځ او مسجد په نظر کی ونیسی بی ځایه توقعات دی ، دوی به روژه کی هم قتلونه نه پریژدی او په مسجدونو او لمونځ کوونکو باندی هم حملی کولای شی . ددوی مشرانو ته هغه پیسی اووعدی تر هرڅه مهمی دی چه ددغه جنګ په مقابل کی ورکول کیژی ، بنآ ددوی اندیښنه د مسلمانانو د قتل سره نه ده ، ددوی اندیښنه دخپل جنګی ناروا تجارت د ګټو سره ده ، چه څنګه ددغه قتلونو په مقابل کی پیسی تر لاسه کړی او ددغه وحشت په وسیله ځان قدرت ته ورسوی دغه ناروا ګټی به ددوی او ددوی د اولادونو د پاره سور اور وی او د قدرت آرزو به هم جهنم ته د ځان سره یوسی . .

  2. د ملګرو ملتونو او ناتو محترمی اداری ته خواست!

    د افغانستان خلک نور د جنګ او وژنو څخه په تنګ شویدی او عاجله سوله غواړی. د حکومت او طالیبانو څخه په ټینګه و غواړی، چه نوری تا ویلی ما ویلی او هاغه او دغه خبری ختمی کړی. او سوله هیواد ته راولی

    په حکومت کی هغه چارواکی چه خپله ګټه، نوم او عزت او یا چوکی په دغه جګړه کی د لاسه ورکوی، او نه غواړی سوله وکړی. همدا ډول په طالیبانو کی هغه چارواکی چه خپله
    ګټه، نوم او عزت او یا چوکی په دغه جګړه کی د لاسه ورکوی، او نه غواړی سوله وکړی.

    دافغانانو خواست دادی چه د دواړو خواو دغه دسولی ضد چارواکی
    د ملګرو ملتونو او ناتو لخوا په نښه، نظارت او تر یو وخته د ګوانتانامو میلمستون ته ولیږدول شی، ترڅو په افغانستان کی واقعی سوله راشی.

    ځکه په دواړو خواوو کی ملګرو ملتونو او ناتو ته د سولی ضد خلک معلوم دی. او که ملګرو ملتونو او ناتو دغه کار ونکړو، نو د دی معنا داده چه دوی هم غواړی چه په افغانستان کی سوله او امن رانشی، او د ماشومانو، ځوانانو، میندو، خویندو او سپین ګیرو وینی روانی وی، کشتار، قتلونه او جګړه په شدت روانه وی.

    یو ځل بیا د افغانستان خلک د ملګرو ملتونو او ناتو محترمی اداری ته جدی او احترامانه خواست کوی چه خبری نتیجه نه ورکوی، عملی اقدام او اجرات وکړی، او دغه دسولی ضد خلک ګوانتانامو ته ورسوی.

    په احترام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *