تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۱مه: ولسمشرۍ د عبدالله عبدالله د هغو څرګندونو په اړه توند غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، د حکومت د سولې نوې اووه ماده ییزه طرحه خیالي ده او دا د سولې تګلاره نشي کېدای بلکې لومړی باید ارګ سولې ته اراده پیدا کړي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بیا د عبدالله څرګندونې ضعیف قضاوت بللی و او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي: (( ولسمشر د سولې په اړه خپل نظر په واضح ډول بیانوي او د پایلو لپاره یې د واضح دریځ له لارې د دولت د واقعي سیاستونو په اساس عملی ګامونه اخلي، خو که څوک د سولې طرحه خیالي بولي، ضعیف قضاوت کوي اوس د سیاسي هوښیارتیا زمانه ده.))
دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله تر دې وړاندې له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، ارګ ورسره د طرحې په جوړولو کې مشوره نه ده کړې او دا طرحه خیالي او د ځان غوښتنې طرحه ده.
څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر د سولې یوه اووه ماده ییزه طرحه اعلان کړه چې د سولې اړوند ټول مسایل يې په کې ذکر کړل خو طالبانو ته یې شرط کېښود چې له مذاکراتو وړاندې باید یوه میاشت اوربند وکړي.