تاند- د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، حاضردمه له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو په اړه کوم پلان نشته.
د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري نن /پنجشنبه/ وویل، د څلورو هیوادونو د همږغۍ ډله په دې هیله جوړه شوه چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې پیلوي، خو نه دا ډله د کومې غونډې پلان لري او نه طالبان د سولې خبرو ته حاضر شوي دي.
د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون څلور اړخیزې ډلې په کابل او اسلام اباد کې ۵ غونډې وکړې او طالبانو ته یې بلنه ورکړه چې د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.
طالبانو وویل چې استازي یې د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي.
پاکستان په څلور اړخیزو غونډو کې ژمنه کړې وه چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي او که نه حاضرېدل له خپلې خاورې څخه به یې وباسي خو وروسته یې خپل دریځ بدل کړ، ویې ویل چې ولي د افغانستان لپاره له طالبانو سره خپلې اړیکې خرابې کړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان د افغان طالبانو د مشرانو پر ساتنې تورن کړی خو پاکستاني چارواکي دا تور ردوي.
چخانسوري وویل، د افغانستان جګړې د هغو تروریستي ډلو له کبله دوام کړی چې له پاکستانه فعالیت کوي او د ملاتړ اډې یې په دغه هیواد کې دي.
که سوله وشي نو بیا خو دالر نشته او اشغالګر به ماتې خوري !! خو دا کار نه اشغالګر غواړي اونه یې ګوډاګيان !