تاند- د افغانستان حکومت پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې که په خپل دریځ کې صادق وي او د عمل استقلال ولري، نو د سولې لار دې خپله کړي او په افغانستان کې دې د بهرنیانو د حضور او د هغوی د جنګ د دوام لپاره پلمه ختمه کړي.

ارګ د طالبانو د وروستۍ اعلامیه د تایید په څنګ کې دا ډله په ضمني ډول دا ډله په دې غندلې چې د سولې لپاره یې څرګند پیغام نه دی ورکړی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د طالبانو اعلامیې ته په اشارې ویل شوي چې په دې اعلامیه کې د امنیتي موافقې په اړه د ولسمشر حامد کرزي د شرایطو ضمني تأييد شوی، خو سوله او بین الافغاني تفاهم یو ځل بیا د بهرنيانو پر وتلو پورې مربوط بلل شوی دی.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي: «طالبان وایي، ترڅو چې امریکایان په افغانستان کې شته، دوی به جګړه کوي او امریکایانو له القاعده او طالبانو سره جګړه د خپل حضور لپاره پلمه ګرځولې ده، خو د دغه ناوړه حالت او مرموزې جګړې بیه زموږ ملت اداء کوي.»

اعلامیه زیاتوي: د افغانستان ولسمشر افغان طالبانو ته د وروڼو خطاب کړی او دوی يې سولې ته رابللي، څو په هېواد کې د ورانیو او مداخلاتو لړۍ بنده شي او نور زموږ هېڅ هېوادوال د هېڅ بهرني د لاس آله او د خپل هېواد دښمن ونه ګرځي.

اعلامیه وايي: «که دغه وروستۍ اعلامیه په ريښتیا د طالبانو موقف بیانوي او دوی پخپل دریځ کې صادق وي او د عمل استقلال ولري، نو د سولې د لارې په خپلولو سره دې په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور او د هغوی د جنګ د دوام لپاره بهانه ختمه کړي.»

د ارګ په اعلامیه کې همداراز ویل شويۍ:«د افغانستان ولسمشر پوهيږي چې د هېواد په روان ناورین کې د بهرنیانو ونډه څومره او په کومه کچه ده. د افغانستان جمهور رئیس په همدې دلیل وروستۍ لویې مشورتي جرګې ته پخپلو افتتاحیه او اختتامیه ویناوو کې وویل چې که امریکا او پاکستان وغواړي، کولای شي افغانستان ته د سولې راوستل یقیني کړي. خو هیله مو دا ده چې زموږ افغان طالب وروڼه په هېواد کې د روان ناورین ابعاد درک کړي، د سولې هڅې راسره شریکې کړي، خپل هېواد ته راستانه شي، د خپل هېواد په ودانولو کې ونډه واخلي او د خپلو افکارو لپاره سیاسي مبارزه وکړي، تر څو موږ ټول د افغانستان خلک یو موټی او په پوره اتحاد د هر بهرني له احتیاجه ځان خلاص کړو او د تېري په صورت کې یې ټول یو ځای ورته کلک ځواب ورکړو.»

د افغانستان ولسمشر له د امریکا له متحدو ایالتونو سره د امنیتي موافقې لاسلیک له دوو مسلو سره تړلی دی؛ یو دا چې د سولې بهیر پیل کړي او بل د افغانانو پر کورونو بریدونه پای ته ورسوي.

د سولې د بهیر له پیلولو منظور دا دی چې امریکا باید له طالبانو سره جوړجاړی وکړي او د افغانانو پر کورونو د حملو د بندېدا معنا دا ده چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور دوام ته اړتیا نشته.

طالبانو په هغه اعلامیه کې چې د روان دسمبر په درېیمه /سې شنبه/ یې خبره کړې وه، له امریکا سره د امنیتي موافقې په نه لاسلیکولو د ولسمشر کرزي ملاتړ څرګند کړی و.

طالبانو ویلي: «داسي ښکاري چې ده (کرزي) حقیقت احساس کړی، او موږ هیله لرو چې دا مخالفت به یې له افغاني غروره سرچینه اخلي او د ملت د ستونزو د پای ته رسولو لپاره به وي.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د مشورتي لویې جرګې له موافقې سره سره نه دی حاضر شوی چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي. امریکايي چارواکي وايي چې کرزی کله یوه او کله بله پلمه مسله کوي.

کرزی په دې ټینګار کوي چې امریکايي پوځیان دې د افغانستان په خاوره کې عملیات نه کوي، د کورونو تلاشي دې نه کوي او جګړه دې پای ته ورسوي ځکه چې د جګړې کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.

طالبانو ویلي:«دا ټولو ته ښکاره ده چې افغانان هیڅکله غاصبان په خپله خاوره کې نه غواړي… دی باید بې له هیڅ راز ځنډه ځان له دې تاریخي شرمه لېري کړي.»

طالبانو په عین حال کې کرزی ملامت کړی او ویلي یې دي:«ټولو ته معلومه ده چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د یرغلګرو له خوا د ګران هېواد په اشغال کې د کرزي په شمول څو د ګوتو په شمار څېرو مهم رول ولوبولو، که دوی له یرغلګرو سره لاس نه وای یو کړی، د یرغلګرو لپاره یې لارې نه وای جارو کړې، یرغلګرو په هېڅ ډول نشوای کولی چې زمونږ ګران هېواد اشغال، مظلوم او کړېدلی ولس مو له ګڼو ناخوالو او لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.»

د امریکا او افغانستان د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې شاوخوا لس زره امریکايي او پنځه زره نور بهرني پوځیان په افغانستان کې پاتې کېږي څو افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي او په خاصو جنګي شرایطو کې یې لوژیستیکي ملاتړ وکړي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې داسي هیڅ یادونه نه ده کړې چې که کرزی په خپل دریځ ټینګ پاتې شي نو دوی به جګړه پای ته ورسوي.

د افغانستان حکومت وايي چې په دې باور دی چې په اوسنیو حالاتو کې له غربي هېوادونو او د امریکا له متحده ایالاتو سره د دوی رابطه، په تېره په پوځي او اقتصادي برخو کې د هېواد په ګټه ده، خو دا رابطه هغه وخت د افغانانو په خیر او فلاح تمامیږي چې په افغانستان کې سوله او امنیت تأمین شوي وي.

15 thoughts on “ارګ له طالبانو وغوښتل چې د بهرنیانو د حضور د دوام پلمه ختمه کړي”
  1. دخارجانوفه حضورکی سوله هیس امکان نه لری طالبان هم داغه دلیل باندی ده اوردوفولسومرګ روابولی چی دادکفاروملګری دی

  2. وایی چی دوه نفره افغان ملا صاحبان حج ته روان ول. کوم وخت چی دوی ته د الوتکی د ختلو نوبت ورغی نو یوه به ویل چی حاجی ملا ته مخ ته شه او بل به ویل چی یه والله که به مخ ته شم ته مخ ته شه او دا بل به ورنوره کړه چی نه حاجی ملا ته مخ ته شه . د دوی دی تشریفاتی خبرو ډیر وخت ونیو او بالاخره د الوتکی د پرواز وخت پوره شو . الوتکی ته د ختلو زینه لری شوه او الوتکی پرواز وکړ او دواړه حاجی ملایان پر مځکه پاته شول. اوس د تشریفاتو پر ځای د ملامتی وخت راغی . یوه به ویل چی که زه نه ختم نو ته به مخ ته شوی وی او بل به ویل چی ته به ختلی وی زه به درپسی وم اوس به دواړو حج کړی و.
    زمونږ پر طالبانو او دولت هم فکر کوم همدا کانه شوی . یو هم نه مخ ته کیږی . ګمان کوم چی یو به هم حج ته لاړ نه شی او بس له هرڅه به پاتی وی. که نوی ولسمشر راغی . هغه به نر غوندی امنیتی تړون لاسلیک کړی او بیا به ستاسو ټولو خولی وازی پاته او یو بل به ملامتوی.

  3. سلام اوښتونه وروره : دخدای روي وګوره لږ لیکل زده کړه بیا دي خپل نظر بیان کړه ، په یوه وړه جمله کي دي څلور ځلي غلطي کړې ده بیا دي اوردو ژبه هم ورسره ګډه کړې ده ، او یا داسي وکړه چي په بل چا يې لیکه.

  4. اوشتون..خو په طالبانو بیا څنګه باور کیدی شی چه دوي جنګ نه کوي او بیا پنجابیان په افغانستان واکمن نکړي؟؟

  5. ګرانو امخترمو وړونو اومسلمانانو افغانانو اسلام علیکم
    ښه پوهیږو چی خبره چیری ده او څه غواړو او کووم مو هدف دی د دواړو طرفین هدف یو ښه حکومت داری دغلامی څخه خلاص داسلامی شریعت برابره او دخوشحالی په فضا کی دورور ګلوی زندګی ده صرف خبره دنه اعتماد او باور ده دغه بی باوری چی زموږ په مابین کی چا پیداکړی ده ددی بی باوری سه دایستلو لار ډیره سخته ده دا باید دیو طرف خپل تاوان سل په سل کی حتی دزوند ختم وبولی او ځانته دافرض کړی چی زه دی مړ شم خو دا دبی اعتمادی فضا دی دمابین سه ولاړه شی بیا کیږی یو وخت کی دڅانوا قلعه چی دهلمند ولایت مربوطات دی دخپل قوم په مابین کی شخړی جوړی وی نو بل قومندان سره کشینول نو دوی یو پر بل اعتماد او باور ناستی نه درلودی او ځانو سره یی دافکر کاووه چی سره مخامخ شو مابه وولی نو بل اخیره دایو طرف ورغلی سنګین ته هغه میانګړی نفر وامیرصاحب دادو خان ته مخابر وکړه چی راشه هغه په وهم کی وو او دغه نفر یی هم دمخالف طرف سه ګومان کاوه خو هغه نه د رد جواب وایه اونه یی دتاید خو یوه بهانه او بله بهانه یی کوله اخیر دی ورته وویل چی یوازی راځی او که زه درشم هغه بیا بهانی ورته لټولی بل اخیره دغه دریم ګړی چی غټ سړی هم وو هغه پر یو موتر سایکل دانډیوالان په غیاب کی یو نفر ورسره سپور شو دهلمند د رود وغاړی ته ځان ورورساوه او هلته هغه پر هغه بلی غاړی وو بیا یی خبری ورسره وکړی چی راشه بی غیرته مه بیریږه زه یوازی یم نوهغه ته بی غیرتیا ښکاره شول او درور سه دی غاړی ته راغلی او وپوهیدی چی په خبرو کی صداقت دی نو دواړه سره طرفین سره کښینستل او خپل مشکل او اختلاف یی دخبرو دلاری هوار کی نو نن دطالب ورور او ددولت تر مابین داعتماد فضا نشته چی یو طرف دځان تر مفاداتو تیر شی او دځان سره دا ووایه چی زه دی مړ شم خو دا داعتماد فضا را ولم زه دافکر کوم چی قسم دی می په خدای وی که کرزی په امریکایانو خوښ بولم او یا طلب په پاکستانیانو خو نن هغه دځان دوهم دامریکایانو طرف نیولی دی اودی دځان دبقا په خاطر دپاکستانیان وامر ته غاړی ایښی دی هغه ته چی پاکستان څه وایی هغه عملی کوی او دیته چی خاریجان وایه عملی کوی او ځپل تر مابین سره مړه کوی یو بل تورونه وایه یو پر بل ملامتیاوی وایی خو خیر په اول سر کی به خود دیوه طرف اوبل طرف سه اشتبهات شوی وی چی داسی اوضاع رامنځ ته شول اوس پکار داده چی په خپله سره جوړسو او دهرچا په اشاره خپل وطن خراب نکړو او دادبی اعتمادی فضا دبینه سه ختم کړو

  6. کرزی صاحب دی الله (ج) پاک په دی موقف کې چې د امریکا سره دامنیتی تړون په وړاندی یی ونیوی بریالي کړی،چې د مظلومو افغانا نو په کورورنو باندی د امریکا یا نو خر مستی بندی شي، کرزی هغه مشر دی چې خلګ به یی داقتدار د پای ته رسیدو وروسته په قدر و پوهېږی . دا به تاریخ ولیکې ، چې هغه څنګه د امریکا په شان طاقت په وړاندي ودریدی ، نن که څوک هر څه ورته وایی. دا هغه خلګ دی چې امان الله خان غوندي وطن دوست یی تکفیر کړ او دیوه جا هل واکمن کیدو ته یی لار هواره کړه هر څوک چې په دی موقف کې دکرزی مخالفت کوی هغه د امریکایی الوتکو زور زیاتی او دعسکرو بد مستی نه ده لیدلي را ځې د یوی شیبی د پاره فکر وکړو هغه مظلومان چې دافغانستان په جنوبی بر خوکې دامریکا یانو درا تګ دتاریخ نه تر اوسه لمبو کې سوزی او په وینو ه په وینو کې لامبی افغانان نه دی،

  7. طالب په بلا ووهئ نیلسن مندیلا مړ شو د هغه په باره کې خو تاسو هېڅ هم نه لرئ.

  8. تاند.که چيری دافغانستان حکومت په ريشتياصلح اوارامي غواړي دخارجيانولکۍ دی ايله کي اوتوکل پرخداي(ج)دکي طالبان هم د دغه وطن بچيان دي انسانان دی افغانستان په زروکلونه تاریخ لري چاساتل الله(ج)ساتل اوهم پخپله افغانان ميړني وه اوس چه امريکائئ ډالرامريکا يانوورښکاره کي اکثره افغانانوهم غيرت،همت اودين ترپښولانديکی پرامريکا يابل هيوادتکيه کوی ګرانووطنوالوهيڅ دسولي او ارامش هيله اواميد امريکايانوپه موجوديت کي مه کوی دواړه طرفه (حکومت او طالب)دخپلوشخصي ګټوپه غرض بهانې کوي جنګونه کوي امريکايان خپل کارزموږڅخه اخلي کرزي صاحب بايد موافقه امضانه کي.

  9. که طالبان او حکومت فه ګډه امر یکا له خفلی خاوری وباسی بیا موقتی حکومت جوړ شی۰او بیا خفل هیواد ته زمو ږ مها جر ورو ڼه را ستانه شی او دطالبان او نورو تنظیمونو تر منځ ازاد او شفاف انتخا بات وشی او فه حلول دموقتی حکومت کی مهاجر تجاران له صداقته کار واخلی او فانګونه وکړی ان شالله چی زموږ ګران هیواد به جوړ او سمسور شی او فوره امنیت به وطن کی فیدا شی ۰۰۰ والسلام

  10. دكرزي صاحب خبري صادقانه دي بايد طالبان ورسره ومني زكه جنك ٤٠ كاله وشوه كومه معنه يه ورنه كره اونه ب يه وركري فه سولا خداي او دهعه رسول خوشخالزي

  11. او داچه بهرنيان دي نه وي دا هسي بانه ده دبحرنيانو ترمخه دوي افغان نستان كي جنك كوه اوس كه بحرنيان ووزي د دي زامن به سوك وركري چه جنك به نكيزي

  12. Da moulvi Mohammad Shafiq khabara bande ka Afghanan zanoona pohe ka ao pa Allah taukal waka no inshaAllah che har sa ba teek tak shee. Da dollaro da ghulamai na zan khlasawal pakar dee. Da lwage na chrta afghanan na Makhke mrra shawee ao na ba wass mrra shee.Siraf pa Allah taukal kawal pakar dee.

  13. اوشتون صاحب سلام
    ته چی په قطرکښی دخارجانو سره خبری کوی اودخارجانو ډوډی خوری اوخارجا دکاله ۵ میلونه ډالر درکوی اوښه لوکس لوکس موټریرکنډی شن کښی چکرونه وهی اوښه لوکس بیل ډنکونو کښی شپه اورځ تیروی اوقسم قسم پارکونو ته دچکرلپاره ځی ستاسوسره چیری دافغانستان اوافغانانو غم درسره وو :اوس کرزی ته وایی چی خارجان په افغانستان کوی سلحه نشی راتلای نوچی ته په قطرکی دخارجانو سره خبری کوی نوولی یی په افغانستان کی نکوی چی ټول افغانان ستاسو په ټکی اوقسم قسم غوغاوو باند ی سرخلاص شو اوس دادلمر سپینه ده چی تاسو ټولو افغانانو ته دوکه ورکوی ځکه دپردی ترشاه خبری کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *