تاند، یکشنبه، د حوت ۱۸مه: د ارګ سرچینو هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواکې له عبدالله عبدالله سره د ۴۰ سلنه واک په شریکولو معامله شوې ده.

د ارګ د مذاکراتي ټیم یو غړي تاند ته د نوم نه شریکولو په شرط وویل، د عبدالله ډلې ورته په لومړۍ ناسته کې یو وار بیا د واک شریکولو وړاندیز کړی و چې دوی ته ولسمشر د دغې خبرې اجازه نه وه ورکړې او د ارګ پلاوی له هغې ناستې څخه په غوسه ووت.

خو دا سرچینه وایي، د حامد کرزي او استاد سیاف له لوري بیا وروسته د ملي یووالي حکومت د دوام نسخه وړاندې کړه چې ولسمشر غني دا هم رد کړه.

اوس د سرچینې په وینا د محمد اشرف غني او عبد الله عبدالله د ټاکنیزو ټیمونو تر منځ د نن ورځې مذاکراتو نتیجه کې عبدالله ومنله چې له اجراییه ریاست او تحلیف مراسمو به تېرېږي او غني به سبا دوشنبه د جمهور رییس په توګه خپله لوړه کوي.

د سرچینې په حواله د عبدالله ډلې نه به د ولسمشر په خوښه او صلاحیت ۳۰ سلنه کسان په دندو ګمارل کیږي چې د کارنده نه ثابتیدو له کبله به بیرته شړل کیږي.

همدا راز به عبدالله عبدالله چې تېر ۵ کاله يې د وزیرانو شورا مشري وکړه، د وزیرانو شورا رهبري هم له دې وروسته نه کوي او دا مشري به بیرته خپله اشرف غني کوي.

ددې تر څنګ چې عبدالله عبدالله ته د دېرش سلنه شاوخوا کې سهم ورکول کېږي، د سولې مذاکراتو کې به هم دخیل وي او یو شمېر برخې به پر مخ وړي.

One thought on “ارګ: له عبدالله له لوړې تېر شو، خو د پخوا په څېر معامله نه ده ورسره شوې”
  1. که نظام پر دې حالت قناعت کولو ته پرېښودل سی هم غنیمت دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *