تاند- د افغانستان حکومت د ولسي جرګې له لوري د نفوسو د احوال د قانون پر ردېدو عکس العمل وښود.
ارګ نن /سې شنبه/ د ملي شورا له ولسي جرګې وغوښتل چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي او د نفوسو د احوال قانون تصویب کړي.
ولسي جرګې دا قانون تېره اوونۍ له څو میاشتې ځنډ وروسته رد کړ او ویې ویل چې الیکترونیکي تذکره دې په هماغه بڼه ووېشل شي چې دې جرګې پخوا تصویب کړې وه.
د ولسي جرګې له پرېکړې سره سم به په الیکترونیکي تذکره کې د ملیت، دین، او قوم کلمې نه راوستل کېږي. خو د ارګ له لوري په اصلاح شوې بڼه کې دا درې کلمې زیاتې شوې وې.
ګومان کېږي چې دا جنجال به د الیکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ نوره هم وځنډوي.
ارګ د ولسي جرګې په مخکینۍ پرېکړه کې له تغییراتو وروسته د نفوسو د احوال قانون تصویب کړ او د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې چاپ کړ.
ارګ وايي چې دا قانون د افغانستان له اساسي قانون سره سم اسلامي ارزښتونو ته په کتو چمتو شوی دی.
ارګ هیله لري چې د ولسي جرګې غړي به په خپله پرېکړه کې تغییر راوړي او دا قانون به تصویب کړي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ولسي جرګې د پرېکړې خلاف مظاهرې وشوې.
د ولسي جرګې ځینې غړي استدلال کوي چې د الیکترونیکي کارت پر پاسنۍ برخه د افغانستان اسلامي جمهوریت لیکل شوي او همدا کافي ده.
خو د دې نظر مخالفان وايي چې باید په تذکره کې د افغانانو ملي او اسلامي هویت له ورایه وي او د ملیت لپاره افغان او د دین لپاره اسلام ولیکل شي.
دا مسله تخنیکي اړخ هم لري او هغه دا دی چې که په کوچني کارت کې د نوم، تخلص، د پلار نوم، د زېږېدو نېټه، او د زېږېدو ځای ترڅنګ ملیت، دین او قوم هم ولیکل شي باید د الیکترونیکي کارت توري دومره واړه شي چې ښايي په سترګو سم ونه لیدل شي.
د الیکترونیکي تذکرې پر ځای کمپیوټري تذکرې لیکئ چې هم روان دی او هم منطقي. مننه
آیا په نړۍ کې به داسې کوم هېواد وي چې اتباع یې د خپل هېواد تابعیت یا نشنلتي ونه لري؟ اوس د نړۍ هرهېواد له ګڼو قومونو نه جوړ شوی دی خو اتباع او افراد یی ټول د خپل هېواد تابعیت لري او په تذکرو کې یې واضیح لیکلي دي.
زمونږ د ولسي جرګې وکیلان که خپله نه پوهيږي له نورو نړیوالو نه دې زده کړي.
پریوه واحد محور راټولېدل د ټولو په ګټه ده او ځان ځاني بې اتفاقي د ټولو په تاوان دی. دا محور اسلامیت او افغانیت دی. الهي امر دی :
قال الله تعالی: «وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعاً وَ لاتَفَرَّقُوا» آلعمران/103
داولسی جرګه خو ډیری شوکمارن ،غله اوداړه ماران دی – هسې په دې پریکړې دخلکو پربرخلیک لوبې کوی- که ولسمشر قاطع وی نوباید دتذکروویش ژر تر ژر پیل شی دولس ملاتړ له ده سره دی دهغو اوتوبوتو پسې ګرځیدل دوخت ضایع کول دی