تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر لاریون او څرګندونو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ولسمشرۍ نوماندان دې د ټاکنو اصول او قواعد عملي کړي.
ښاغلي صدیقي لیکلي، نوماندان د ټاکنو د بهیر په جریان کې نه شي کولی چې پایلې په خپله خوښه او سلیقه برابرې کړي.
د صدیقي په خبره، ولسمشر غني چې د ولسمشرۍ نوماند هم دی د اساسي او د ټاکنو د قانون له مخې ټولو قاعدو او اصولو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دولت ساز ټیم د ۱۲ لکه رایو په تقلب تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې د هرې ممکنې لارې څخه به د ده په وینا د یو متقلب حکومت د جوړېدو مخه ونیسي.
دغه راز د ثبات او همپالنې ټیم هم له مودې راهیسې په ۱۰ ولایتونو کې لاریونونه پیل کړي دي او له کمېسیون غواړي چې لومړی دې ۳۰۰ زره رایې باطلې اعلان کړي بیا دې رایې وشمېري.
دا خو انتخابات نه شول ، بلکې فرمایشات دی ، دولس لکه رایی باطلې کړه چې زه ولسمشر شم ، او هغه بل بیا وایی چې نه درې لکه رایې باطلې کړه چې زه جمهور رییس شم . رحمت الله نبیل بیا وایی نه ټولې رایې باطلې کړه ممکن زه به له نورو مخکې شم .
بیا د آفرین تورسن صیب ته وي ، که څه هم سل په سلو کې ولسمشر دی ، خو بیا هم نورو ته چانس ورکوي.