تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: اجرائیه ریاست لخوا په بهرنیو چارو وزارت کې د پلټنو د لغوه کولو او مخنیوي په تړاو ارګ هم توند غبرګون ښودلی او وايي، هیڅوک د ولسمشر د فرمان د ځنډولو حق نلري.
ولسمشر څه موده وړاندې امر کړی و چې په بهرنیو چارو په وزارت کې دې فساد او غیر قانوني ګمارنو پلټنه وشي، خو اجرائیه رئیس چې د بهرنیو چارو د وزیر ملاتړی دی، د ولسمشر د حکم د پلي کېدو مخه ونیوه او اجازه یې ور نه کړه چې پلاوی خپلې پلټنې مخته یوسي.
له دې وروسته د بهرنیو چارو وزارت هم وویل، چې دوی د ولسمشر په فرمان د پاسه د اجرائیه رئیس فرمان ترلاسه کړی چې دا پلټنې دې نه کېږي، ځکه نو اوس که ولسمشر پلټنې غواړي، بیا دې فرمان صادر کړي تر څو دوی پلټونکي پلاوي ته د کار اجازه ورکړي.
خو ارګ د دې هر څه په غبرګون یوه خبرپاڼه کې ویلي، هیڅوک د ولسمشر د فرمان مخه نه شي نیولی او دا پلټنې به دوام ولري.
خارجه وزارت په وروستیو کلونو کې د عبدالله عبدالله په سهم کې و، چې وزیر یې سلب صلاحیت دی او ولسمشر غني وايي، حکومت کې داسې وزیران شته چې هیڅ ظرفیت نه لري خو عبدالله عبدالله یې ملاتړی دی.
جمهوري ریاست د افغانستان په اساسي قانون کې تر ټولو باصلاحیته قانوني مرجع ده چې د درې ګونو قواوو په رأس کې واقع ده ، بنا هېڅ ارګان د ولسمشر د قانوني او پرځای فرمان یا حکم د باطلېدو یا ځنډولو صلاحیت نه لري .