تاند- ارګ د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر د خبرپاڼې په ځواب کې نن /چهارشنبه/ وویل چې ارګ له هیچا سره د لومړي مرستیال د چوکۍ په اړه نه خبرې کړي او نه یې چا ته دا چوکۍ وړاندیز کړې ده.

د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري وویل«ارګ د لومړي مرستیال د چوکۍ په اړه له هیچا سره خبرې نه دي کړي، دا خبره د عطا محمد نور په مرکه کې هم نه ده شوې.»

د ولسمشر غني ویندوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې د جنرال دوستم دفتر په یوه تونده اعلامیه کې پر عطا محمد نور او ولسمشر غني نیوکې وکړې او ویې ویل چې د جنرال دوستم چوکۍ دومره وړه نوموړۍ نه ده چې د عطا محمد نور په خوله کې دې ځای شي.

په همدې حال کې د ولسمشر غني مرستیال ویندوی دواخان مینه پال هم د لومړي مرستیالۍ چوکۍ په اړه له چا سره د خبرو ادعا رد کړه. ده ازادي رادیو ته وویل« موږ د افغانستان د لومړي معاون د ځای په اړه باندې له هیڅ شخص او له هیڅ اورګان سره د ولسمشرۍ د ماڼۍ له ادرس څخه خبرې نه ‌دي کړي او دا خبرې کاملاً بې ‌بنسټه دي.»

بي بي سي فارسي تلویزیون، چې په پیل کې یې د ښاغلي نور په قول ویلي و چې په ارګ کې ورته وړاندیز شوی چې که دوستم لیري شو د نوموړي چوکۍ ومني خو ده رد کړه. اوس وايي« آقای نور بدون ذکر نام فرد یا مقام خاصی گفت که “کسی” به دنبال جنجال‌های اخیر بین آقای دوستم و احمد ایشچی، به او گفته که در صورت کنار رفتن آقای دوستم، آیا علاقمند جانشینی او است.»

بي بي سي همداراز د نور له قوله کښلي « اما آقای نور تاکید کرده که او به هیچ صورت مایل به احراز این سمت نیست، ولی به آقای دوستم توصیه کرد که اگر اتهام بدرفتاری جنسی علیه او وارد باشد، بهتر است از سمتش کنار رود و بهترین گزینه برای جانشینی او ثریا دلیل، وزیر پیشین صحت/بهداشت است.»

هارون چخانسوري دا هم ویلي چې د لومړي مرستیال د چوکۍ پر سر د خبرو موضوع اصلاً مطرح نه ده او د ښاغلي عطا محمد نور په مرکه کې هم داسي څه نه دي ویل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *