تاند- د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي و چې دولت د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه د دفتر لپاره ځانګړې بودجه په پام کې نیولې ده.

سید ظفر هاشمي وویل چې د پخواني ولسمشر دفتر ته کومه بودجه د افغانستان د دولت په بودجه کې نشته.

تر دې مخکې ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې حکومت د پخواني ولسمشر لپاره ځانګړې بودجه تصویب کړې ده.

خو ظفر هاشمي دا تایید کړه چې تېر کال داسي یو وړاندیز شوی او ولسي جرګې ته هم وړاندی شوی و خو وروسته له دې چې جرګې دا وړاندیز رد کړ، ولسمشر غني په دې اړه کوم ځانګړی فرمان نه دی صادر کړی.

ده دا هم ومنله چې ټاکل شوې وه چې د کرزي دفتر ته بودجه ورکړای شي خو کله چې وړاندیز رد شوو دا بحث هم ورسره پای ته ورسېد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *