تاند- وروسته له دې چې د بشري حقونو ډلو په کندوز ښار کې د طالبانو او نورو خپلسرو ډلو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو او جنایتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړه، د افغانستان حکومت هم د طالبانو کړنې په کلکه وغندلې.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:« د کندز ښار لومړنۍ څېړنې ښیي، چې طالبانو او د هغوی ترهګرو ملګرو د کندز ښاریانو په منځ کې د وېرې او ډار په اچولو سربېره، له قضا پرته په خپلسري ډول ملکي او نظامي خلک او د کندز ښاریان وژلي او همدارنګه یې شکنجه کړي او ځورولي دي.»
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي:«طالبانو د خلکو پر نوامیسو او عزت تېری کړی.هغه بندیان یې ازاد کړي دي، چې اکثره یې د خلکو په وژلو او پر مال او عزت په تېرې کولو محکوم وو. هغوی د خلکو مالونه او دولتي شتمنۍ ولوټلې، ځینې دولتي ودانۍ، راډیو او تلویزیون او تعلیمي او تحصیلي بنسټونه یې وسوځول، د کندز د خلکو سوداګري او راکړې ورکړې ته یې سخت زیان واړاوه.»
راپورونه وايي چې طالبانو په کندوز ښار کې د ملګروملتو دفتر او ګڼې دولتي ودانۍ سوځولي دي.
همدارنګه هغوی د ملګرو ملتونو د دفترونو او ټولو غیر حکومتي موسسو، قونسلګریو او د بهرنیو هېوادونو د نمایندګیو مالونه چور کړي دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي:«لکه د بښنې نړیوال سازمان چې په خپله اعلامیه کې ورته اشاره کړې، د وسله والو جګړو په جریان کې او د نړیوالو دوستانه قوانینو په اساس د دوی دا اعمال د بشریت ضد جرمونه ګڼل کېږي.»
د بخښنې نړیواله ټولنه وايي چې وسله والو طالبانو په کندوز کې ډله ییز قتلونه او جنسي تیري کړي دي.
دې ټولنې له کندوزه له تښتیدلو خلکو ، په ځانګړي توګه له ښځینه بشري فعالانو سره مرکې کړې او وايي چې وسله والو طالبانو په کندوز کې د بشري فعالانو لستونه راوړي وو او پر ښځو یې جنسي تجاوزونه کړي دي.
طالبانو د جنسي تېري تور رد کړی دی خو ویلي یې دي چې دا ډول کارونه خپلسرو وسله والو کړي دي.
د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، د کندز ښار د وضعیت د څيړنې لپاره یو کمیسون په کار لګیا دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندوز ښار زیاتې سیمې نیول شوي او د وضعیت د کرارۍ هڅې روانې دي. د ملي دفاع وزارت وايي، تیره شپه په کندوز کې لږترلږه یو نیم سل وسله وال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
په عین حال کې، کندوز ښاریان وايي چې په جګړه کې را ګیر دي، خواړه او د څښاک اوبه نه پیدا کیږي او که چیرې وضعیت همداسې دوام پيدا کړي، ناورین به یې اوج ته ورسیږي.