تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ژر تر ژره پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو د راکټي بریدونو د درېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی که پاکستان دا کار ونکړ، دوی به یې هم ځواب ورکړي.

په دې اړه د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي چې د تجاوزګرو فعالیتونو په کلکه مخنیوی وکړي.

پاکستان د ځايي چارواکو له قوله په کونړ ناړۍ ولسوالۍ له دوه ورځو راهیسې جګړه پیل کړې او افغان خاورې ته د توغندیو په راویشتلو یې تر اوسه لږ تر لږه ۳ مېرمنې وژلي او ۶ نور ملکیان یې ژوبل کړي دي.

افغان ځايي چارواکي وايي، پاکستان غواړي، د ډیورنډ له فرضي کرښې هم راواوړي او د ازاد افغانستان په خاوره کې پوستې جوړې کړي، خو ارګ بیا وايي، له پاکستان څخه یې بیړنۍ غوښتنه ده چې پر ډیورنډ کرښه خپل فعالیتونه او راکټي بریدونه ژر تر ژره ودروي.

د ارګ د مرستیال ویاند دواخان مینه پال په وینا، کابل هڅه کوي چې دا مسئله له دیپلوماتیکو لارو چارو حل کړي، خو په وینا یې که اړتیا شوه افغان ځواکونه د خپلو خلکو دفاع کولی شي او ورته چمتو هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان نه یوازې له دوه ورځو راهیسې بلکې له مودو راهیسې پر افغان خاوره راکټي بریدونه کوي.

د ځايي چارواکو په وینا، همدا تازه پاکستاني ځواکونو په یوه میاشت کې ۷۰۰ توغندي پر افغان خاوره راتوغولي دي.

2 thoughts on “ارګ: که پاکستان پر کونړ بریدونه ونه دروي، ځواب به یې ورکړو”
  1. ایا افغانان په یاد لری چې د افغانستان مرمۍ به په پاکستان ( د مجاهدینو جنت او مکه) کی لویدې؟
    اوس نو هغه مجاهدین چی په خپل ورور به یې غت غټ غورځنګونه کول؟ ایا جهاد ختم شو؟ ایا د کافر او مسلمان تجاوز د چا په ناموس کوم فرق لري؟ نه!اخو مجاهد اوس ماتریالست شوی او د خپلو مالونو په ساتلو بوخت دي!ا

  2. کچیری په افغان دولت خپله خاوره او خپل هیواد ګران وی سر له نن څخه دی خپل سفارت په اسلام آباد او پیښور کی خپلی قونسلګری بندی کړی ترڅو پاکستان یوځل پوه شی چی ددی جنګ ثمره خطرناکه کیدای شی او له هند څخه د غوښتنه وکړی چی همدا شان ګام هغوی هم پورته کړی
    او ورسره دی خپل ټول شکایتونه امنیت شورا او ملګری ملتونو او امریکا او برتانیا او چین او روسیی ته ولیږی او اروپایی ټولنی او سارک او شانګهای غونډی او اپیک سازمان ته هم خپل شکایتونه ولیږی ترڅو پوه شی چی پاکستان یو ترهګر هیواد دی

    همدارنګه له برتانیه او امریکا او ترکیی او سعودی او ورسره له اروپایی ټولنی څخه وغواړی چی په پاکستان دی فشار راوړی له خپلو کړنو لاس پر سر شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *