نجیب الله آزاد

له ګڼ شمیر ستنونزو لکه د ولس بې سارې ستړیا، سیاسي ناندریو، تورونو، کورنۍ او بهرنۍ مرکو او جرګو وروسته پروفیسر ډاکټر اشرف غني د افغانستان ولسمشر وټاکل سو. زه ډاډمن یم چې د پروفیسر له نوم سره به ټول آشنا یاست ( د پوهنتون استاد) هیره دې نه وي چې د پوهنتون د زدکړیال لپاره د پروفیسر انځور د یوه جدي، قهرجن، په تونده ژبه خبرې کوونکی، تل پر تیوري تکیه کوونکی او بل ته هیڅ کله غوږ نه نیوونکی دی.

د نوموړي له ټاکلو سره سم ولس ته څه نا څه هیلې پيدا سوې چې لږ تر لږه به اوس یوه ګوله ډوډۍ وموندي. د باسواده او له سیاست سره یوه څه بلد قشر تر ټولو مخکې د نوموړي د هغه سیاسي اصلاحات چې ښاغلي غني د خپل کمپاین په وخت کې شعاري کړي وو بحثونه تاوده کړل.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر نه یوازې د حکومت بلکې د دولت مشر هم دی، په دې کې هیڅ شک نه سته چې ښاغلی اشرف غني یو ډیر سپیڅلی او پاک انسان دی، نوموړی هیڅ ډول شخصي ګټو ته مایل نه دی، ملي ارزښتونه د نوموړي لپاره هرڅّه دي او د دې ارزښتنو ترلاسه کولو لپاره د جنون تر حد لیوال دی خو دا هم نه سو هیرولی چې جنوني کیدل اکثره په سړي جنوني کارونه کوي. نو ولسمشر ته پکار ده چې د یوه پوخ سیاسي لیډر په څیر حرکت وکړي نه د یوه پروفیسر په توګه.

ښاغلي غني د خپل راتګ سره سم د ارګ سلګونه چارواکي کورته ولیږل او پر ځای یې یو څو تنکي ځوانان و ګمارل چې دولتي تجربه خو څه اصلاً هیڅ کاري تجربه نه لري. دا سمه خبره ده چې سپیڅلي او د ارمانونو ډک افغانان دي لاکن د سیاسي منطقه یوازې احساسات او سپیڅلتیا کفایت نه کوي. هر هغه افغان چې په تیرو دیارلسو کلنو کې لږ تر لږ شل کلني ته رسیدلی په دې عقیده دی چې د ښاغلي کرزي په نظام کې اکثریت چارواکي فاسد، غله او د کار وړتیا نه لرونکې ول لاکن په دې نظام کې داسې خلک هم ول چې ډیر سپیڅلي او په خپل مسلک کې متخصصین وو او بې له شکه دا هغه خلک وو چې دا دیارلس کاله یې دا نظام په یو نه یو ډول تر دې ځایه را وراساو. دا هم سمه خبره ده چې صادق مدبر، هیواد مل او داسې نور چارواکي نه یوازې باید کورته واستول سي بلکه حساب هم ورسره وسي خو په یاده اداره کې داسې متخصصین هم وو چې په تیرو څلویښتو کلنو کې یې د سر وریښته په ارګ کې توی او ږیره سپینه کړې، هغه په هر نظام کې په ارګ کې وو او هر نظام د خپلې پالیسې له مخې له هغو کار اخیست نو د وچو له زوره دغه لانده هم داسې وسوځیدل چې یا پر کور سول او یا د یوه تنکي ځوان تر امر لاندې یې خپلې دندې ته ادامه ورکړه.

په دویم ګام کې ښاغلي ولسمشر د شپې له خوا چاوڼیز عملیات پیل کړل د کومې حوزې امر به چې په حوزه کې نه و کمبله به یې ټوله سوه. درې ورځې وړاندې نوموړي د کابل د نظارت خانې څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې پایلې یې یوازې د نظارت خانې او په نورو دولتي ادارو کې د کامرو په لګولو بحث و.

بلې خوا ته بیا د نوموړي د ملاقاتونو لړۍ ورځ تر بلې په غځیدو ده، د کابینې (وزیرانو غونډه) خو اوس په اونۍ کې دوه ځله کیږي، د سه شنبې په ورځ د اجرایه رئیس سره او د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر سره، او بیا باید هر یوه ته او د هر یوه مرستیالانو ته بیل بیل راپورونه هم ورکول سي. له دې سره سره پروفیسر صاحب هر ورځ دولتي چارواکي، قومي مشران، شوراګانې، مدني او مذهبي ټولنو سره لیدنې کوي، زما په اند دا کار یوازې یو سیبمولیک او مایکرو مینجر مشر کولی سي چې تر څو په خلکو کې مطرح سي نه د یوه هیواد سیاسي مشر چې پایلې یې یوازې د رسنیو د خبرې ټولکو سرلیک وي. ښاغلي ډاکټر صاحب غني خپل د عمر ډیره برخه د یوه پروفیسر په توګه خدمت کړی او د پروفیسر بشپړ عادات یې خپل کړي نوموړی په دې کتنو لیدنو کې په ځانګړې توګه د دولتي چارواکو سره په کتنو کې یوازینی نطاق په خپله وي نور یوازې د اوریدو حق لري.

د نوموړي د لومړیتوبو څخه یوهم د دولت ټول چارواکي، د رئیس څخه نیولې بیا تر ولسواله، والي او وزیره نه یوازې سرپرست اعلان کړل بلکې واک یې هم ورڅخه واخیست، دا په داسې حال کې چې هیواد د یوه داسې چت په څیر دی چې د څلورو پر ځای یوازې پر یوه دیواله تکیه دی. ښاغلی غني په ناڅاپي ډول د هیواد ولسمشر نه سو، تر ټاکنو وړاندې په میاشتو پراخ کمپاین وسو، او بیا د ټاکنو د لومړي پړاو څخه واک ته تر رسیدو پورې وهه میاشتې نورې هم ووتي چې شا او خوا یو کال وخت یې درلودی، نو یو ښه سیاستمدار تل د یوه منظم پلان او ټیم سره پر مخ ځي، نوموړي باید له ولسواله نیولې تر وزیره کابینه تیاره لرلای او اوس خو ښاغلی عبدالله هم ورسره ملګری دی طبعي ده چې د نوموړي کابینه هم باید جوړه وای او د نوي حکومت سره سم دوی باید خپله کابینه اعلان کړې وای. دا چې ټول تور بیرته پر ښاغلي عبدالله لګول کیږي چې ګواکې د کابینې په جوړښت او اعلان کې له ښاغلي غني سره مرسته نه کوي او د ونډې په برخه کې ورسره په شخړه دی منطقي نه ده، ځکه چې یوه نیمه میاشت مخکې د دواړو تر منځ هوډلیک لاسلیک سوی چې بشپړ شرائط پکښې واضح سوي دي، او که چیرې بیا داسې وي لکه ګنګوسې چې دي نو بیا خو به دا بار تر منزله و نه رسیږي، او د ښاغلي غني وړتیا به لا نوره تر پوښتنې لاندې راسي.

نن سبا ډیری سیاسي بحث پر دې هم کیږي چې ګواکې پخوانی ولسمشر حامد کرزي د اوسني ولسمشر پر وړاندې د یوه سیاسي اپوزیشن په جوړښت بوخت دی، دا د حامد کرزي بشپړ حق دی چې د یوه سیاستمدار په توګه خپلو سیاسي چارو ته ادامه ورکړي، او سیاسي هلو ځلو لومړیتوب هم دا دی چې هر سیاسي شخص او نظام باید د نظر او تګلارې مخالفین ولري، خو په خپل لاس ځانته یو پیاوړی سیاسي اپوزیشن (مخالفین) زیږول ستر ظوف دی، د کرزي صاحب له خوا د سیاسي اپوزیشن په جوړښت کې د نوموړي خپل کمال کم خو د ښاغلي غني برخه ډیره ده. ښاغلی ولسمشر هر پخوانی چارواکی بې له دې چې د سیاسي هنر له مخې یې اصلاح کړي او د ځان په ګټه یې تولید ته چمتو کړي او یا یې په دغه سیاسي هنر خالي سلاح کړي نوموړی یې په تونده پروفیسري ژبه سپکوي او د کرزي صاحب ادرس ته یې ورلیږي چې دا هر یو تیرو دریالسو کلنو ښه پوره پنډ او د نفوس څیښتن کړی دی.

د نوي حکومت ۳۹ ورځې ووتې خو پر هیڅ اقتصادي پلان کار پیل نه سو، د دولت د ملا تیر د مالې وزارت ۲۰۰۰۰ کوډ مطلق صفر دی، کنې ډیری بهرني ډونران چې کال مخکې یې د کاغذ پر مخ لږ تر لږه پینځه سوه میلونه ډالرو بودیجه د افغانستان د بیلابیلو پروژه لپاره تصویب کړی وه یوازې له دې کبله ځنډولې چې یو خو ټول وزیران بې صلاحیته دي او بل بعض ځانګړې سوې بودیجې په یوه ځانګړي وزارت پورې اړه لري او یاد وزارتونو، لکه د اقتصاد وزارت، د عامه او ټولنیزو چارو وزارت، سیمیز ارګانونو او داسې نورو برخلیک نه دی مالوم ځکه چې د ولسمشر له خوا د یادو او بعض نورو وزارتونو په هکله داسې ویل سوي چې ګواکې دا وزارتونه باید په نورو وزارتونو کې منحل سي، نو پکار دا وه چې ښاغلي ولسمشر باید د دغو وزارتونو برخلیک ډیر ژر مالوم کړی وای یا یې د منحل او یا پر خپل ځای د پاته کیدو اعلان کړی وای، که چیری منحل کیدلی هم نو دا د یوې ورځې کار نه و په کتاب کې به یې منحل کړی تر څو لږ تر لږه د ډونر د بودیجې د لیږد ادرس وموندلی وای او بیا دې خدای کړي وای چې د منحل کیدو پروسې پلي کیدو میاشتې نیولې وای. ولسمشر غني تر اوسه یوازې په هغو چارو کې ډیر ګړندی روان دی چې د خبرو تر سرحده تړلی ده، لکه صلاحیت نه لرئ، منفق یې، غل یې، هغه پروژه څنګه سوه، نن بانجاڼ پاخه کړئ ، د پولیسو له حوزو څخه کتنه، د شوراګانو، قامي مشرانو، مدني او مذهبي ټولنو سره کتنې. خو اولس له نوموړي څخه هغه ریفورمز (اصلاحات) د پلي کولو غوښتنه کوي چې هغه په قاموس او تیوري کې نه بلکه د ټولنې او زمان سره په عملي توګه په سیاست او لیډرشپ تر لاسه کیږي، هو کتاب به د اوږد مهالې ریفورمز لپاره مناسب ادرس وي لکه د منځني او جنوبي آسیايي هیوادو تر منځ د لویې لارې پروژه، لاکن افغانستان اوس مهال لنډ مهالو ریفورمو ته د آکسیجن په څیر اړتیا لري.

او د ښاغلي ولسمشر څخه دا هیله او غوښتنه هم کوم چې نوموړی اوس یوازې ډاکټر اشرف غني نه دی بلکه د یوه هیواد ولسمشر دی د نوموړي ژوند او روغتیا سره ټول هیواد تړلی دی، نو په کار ده چې ښاغلي له حده زیاد احتیاط وکړي، د کومې بې احتیاطي سره چې نوموړی له ارګه بهر تګ راتګ کوي دا زړورتیا نه بلکې سادګي ده، که خدای مه کړه کومه پیښه وسي افغانستان به هغه بحران ته ولاړ سي چې بیا به د شا او خوا را ټول سوو ښامارانو له لاسه لسیزې هم دا هیواد له دې بحرانه و نه ژغوري.

یاده دې وي چې نه یوازې په افغانستان کې بلکه په ټوله نړۍ کې دا لومړی ځل دی چې یو روڼاند او منور ( انټیلیکچول ) د یوه هیواد سیاسي مشر کیږي، نو په دې توګه دا نه یوازې د افغانانو لپاره بلکې د نړۍ د ټولو روڼاندو او منورینو( انټیلیکچولز) لپاره یوه ازموینه ده چې آیا دوی هم کولی سي چې سیاسی مشران سي او که نه دوی یوازې انټیلیکچولز ښه دي.

د سر لوړي او سوکاله افغانستان په هیله…

0 thoughts on “ارګ که پوهنتون؟ / نجیب الله آزاد”
  1. ډیر خوښ یم چه اوس زموږ تکړه او ځوان سیاستوالان حتی پروفیسرانو ته ډیری نیکی اوغوره مشوری ور کولای سی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *