تاند- د اریانا افغان هوايي شرکت سعودي عربستان ته د افغان زیارتوالو د رسولو لپاره د نایجریا له یوه شرکت څخه ۴ الوتکې کرایه کړې.
سعودي عربستان یو کال مخکې ویلي و چې د افغانستان د هوايي شرکتونو الوتکې به پرېنږدي ځکه چې د خوندیتوب په معیارونو پوره نه دي.
د اریانا افغان هوايي شرکت مرستیال محمد عمر پرون ولسي جرګې ته وویل چې دوی د نایجریا له یوه شرکت سره خبرې نهايي کړي څو د حج د مراسمو په شپو ورځو کې د افغان سپرلیو په وړلو راوړلو کې ورڅخه کار واخلو.
د ده په وینا ټاکل شوې ده چې دوې بوینګ او دوې روسي توپولوف الوتکې ۲۴ زره افغان زیارت کوونکي د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته ورسوي.
محمد عمر، چې د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتکو د کیفیت د خرابوالي له کبله جرګې ته بلل شوی و، وویل، سږ کال به د تېرو کلونو په پرتله د حج د زیارت کوونکو د الوتکو خدمات توپیر ولري.
سږ کال به یوازې اریانا هوايي شرکت زیارت کوونکي سعودي ته ورسوي. په تېرو کلونو کې څو خصوصي شرکتونو هم د زیارت کوونکو په وړلو راوړلو کې برخه لرله.
سږ کال سعودي عربستان ته د زیارت کوونکو د تګ راتګ لګښت ۱۰۴۵ ډالره اعلان شوی او زیارت کوونکو، چې مخکې یې نومونه ثبت کړي، د اریانا افغان هوايي شرکت ته ۷ ملیون ډالره تحویل کړي دي.
د حج او اوقاف وزیر فیض محمد عثماني ویلي چې سږ کال به د بیت الله الحرام د هر زیارت کوونکي مصرف ۲۴۵۰ ډالره وي. په تېرو کلونو کې ۲۷۰۰ ډالرو و.