اریوب ځاځي

اريوب ځاځي یوه شنه او ښيرازه سیمه ده، شنو کروندو، د زړغونځیو، نښترو، لمنځو… شنو ځنګلونو په زړۀ پورې ښکلا ورکړې ده.

د اریوب اوسیدونکې(ځاځي) په خپلو کروندو کې الوګان، کورخې، غنم، جوار او په ځینو برخو کې یې شولې کري، چې ښۀ حاصل ورکوي. په میوه لرونکو ونو کې یې زړغونځي او غوزان خورا مشهور دي، خو مڼې او زردالو هم پکې زیات کېږي، له دې سره په خوا کې د شفتالو، الوچو، بادامو…ونې هم پکې حاصل ورکوي.

منی به د اريوبوالو د غلو کندوان له خپلې غلې ډک وو او سحراګانې(۱) یې پر خپلو الوګانو، ټیپرو او کازرو.

اریوب ځاځي

د دوی الوګانو ښۀ تېز بازار درلود او په پاړاچنار او ترې منګل سیمه کې ورته هډې جوړې وې، چې له دې ځایه به بیا د پاکستان تر نورو ښارونو رسيدل. زړغونځي او غوزان یې نه یوازې چې په افغانستان او پاکستان کې شهرت لري؛ بلکې د نړۍ نورو ښارونو ته هم صادرېږي او په ښه بیه پلورل کېږي….

خو له بده مرغه چې له دومره ښو میوو او حاصلاتو سره سره هم اوس ډیریو ځاځيو کروندګرو د دې څيزونو له کرلو او پاللو لاس اخیستی او خپلې ځمکې یې د چرسو کرلو ته ځانګړې کړي دي. دا چې دوی ولې د نورو څيزونو له کرلو لاس اخیستی او چرسو کرلو ته یې مخه کړې ده، تر ټولو لوی لامل یې بې وزلي کیدای شي. دوی (ځاځي کروندګر) وایي: یو جريب ځمکه باندې چې چرس وکرو، یو من او یا هم لس دولس کیلو چرس راته کوي، چې یوه کیلو یې په اریوب کې له اتو زرو نیولې تر اتلسو زرو پاکستانیو کلدارو پورې پلورل کېږي، د دوی په اند نور څيزونه د دې تر نيمايي پيسې هم ورته نه جوړوي او بله خبره دا چې د چرسو کرل، تخم پيدا کول اسانه او د نورو فصلونو په پرتله اوبه او خواري کمه غواړي…

اریوب

همدې څو لاملونو دې ته لاره برابره کړې، چې اریوبوال دې نږدې ډېره ځمکه پر چرسو وکري. پخوا به خلکو په غرونو کې للمي غنم کرل، چې خوندوره ډوډۍ ترې پخیده؛ خو اوس دا ګنده بوټی خلکو دومره زورور کړی دی، چې غرونو ته یې هم پښې کړي او هغه هم ترې په امان نه دی پاتې. نور درملیز بوټي له بیخه کاږل کېږي او ځای یې د چرسو کرلو ته ورکول کېږي.

له سړي سره دا پوښتنه پیدا شي، چې د چرسو په کرلو کې چې دومره ګټه ده، چې له نورو فصلونو څو برابره زیاته ګټه کوي، نو دا خلک ولې لا هم بېوزله او مشکلاتو کې راګيرېږي؟ خو چې سړی متوجه شي، ګوري چې پخوا به هر کور له غنمو، جوارو، کورخو…، د بوسو او وښو څخه ډک و، چې هم به  دوی په ګیډه ماړه وو او هم یې څاروي، خو اوس له هر کوره د چرسو بویونه لټېږي، خلک مجبور دي چې هر څنګه وي، د خوړو لپاره غله راپیدا کړي، خو د دوی چرس هر وخت تېز بازار نه لري، ډېر کله اړ کېږي، چې په قرض یې وپلوري، تر څو چې د دوی پیسې راوزي، له دوکاندارانو سره یې خپل اعتبار له لاسه ورکړی وي او خبره تر خپګانه رسیدلي وي.

پخوا به په اريوب ځاځيو کې د ګوتو په شمېر چرسیان وو، هغه هم په کلي کې خورا بدنامه، هر چا به د دوی سره له ناستې خپل زلمکي زامن منعه کول او چرسیانو هم چرس دومره پټ وهل، چې د چا ورته پام هم نه کیدو. له بده مرغه اوس ډېرو تنکيو ځوانانو د چرسو څکولو ته مخه کړې؛ په ښکاره د چرسو د پټيو پر پولو ناست وي او چرس وهي؛ ځکه چې ډېر پیدا کېږي او وړیا لاس ته ورځي، مفته شراب خو قاضیان هم څښي.

په کومه سیمه کې چې د کوم څۀ کر او کرونده زیاته شي، د وګړو فکرونه هم ورسره بدلون مومي، نو اوس په اریوب ځاځيو کې چرس پر یو تجارتي توکي بدل شوي، چې په دې لړ کې یې ځیني کسان د چرسو پر وړو او لویو قاچاقبرانو هم بدل شوي، د داسې کسانو ځای به اخیر هم زندان وي، چې د خلاصون لپاره به یې همدا پټی او ځمکه ورته خرڅېږي.
پخوا به ملایانو ويل چې پر کومه ځمکه چرس و کوکنار وکرل شي، اوه کاله بیا د هغې ځمکې نه د غلې خوراک نه دی روا، همدا خبره په ولس کې دومره مشهوره شوې وه، چې چا  د چرسو  کرلو فکر هم نشوای کولی، خو اوس د همغې ټولنې ملا  د چرسو د رسیدو پر وخت د عشر د ثواب مسئلې کوي. همدا د عشر پيسې د جنګیالیو جیبونو ته ورځي، چې دوی خپله جګره پرې غځوي، یانې د اریوب د ناامنۍ یوه سرچینه همدا د چرسو شین سمندر دی.

هغه کسان چې چرس کري، او یا یې هم کاروبار کوي، په دې کار  کې دومره بلد شوي، چې د هر ځای نرخ ورته مالوم دی او هم یې د وړلو او قاچاقولو لارې چارې. که همدوره خواري او پاملرنه خپلو نورو کرنيزو توکو ته وکړي، هم به یې د کرنیزو توکو بازار موندلی وي او هم به یې ځینو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي وي. ځاځي خپلې غوټې (د زړغونځیو غوټې) په غرونو کې پر نورو خرڅوي، دوی ارزښتمنه میوه لري، خو نه یې سوداګري کولی شي او نۀ بازار ورته پيدا کولی شي. همداسې غوزان هم وبوله… دا چې دوی څومره زحمت د چرسو په قاچاقولو کې کوي، کاش همدومره زحمت یې خپلو میوو او کرنیزو توکو ته په بازار موندنه کې هم کولی…

زعفران هم یو ښۀ بدیل کیدای شي، چې دوی د چرسو له کره واړوي؛ خو په دې هم باید پوه وو، چې زعفران د هراتیانو په شان بافرهنګه وګړي غواړي.

په اخېر کې دومره وایم، چې که ځانونه انسانان او مسلمانان ګڼی، نو د خدای په ځمکه کې فساد مه خوروئ، د خدای په درکړې ځمکه کې داسې څۀ وکرئ، چې خېر یې ټول انسانیت ته ورسېږي، د داسې څۀ له کرلو لاس واخلئ، چې هم دنیا کې پرې د ملامتیا احساس کوی او هم په اخیرت کې. دا درسره منم، چې د چرسو کیلو به په اته زره او یا هم اتلس زره کلدارې پلورل کېږي، خو اتلس زره غمونه به هم خپلې سیمې او مېنې ته ورسره راوړئ؛ ځکه چې ته د ګلونو کر نه کوې؛ بلکې زهر کرې:

کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي.

د ځاځيو له ځوانانو، علماوو، قومي مشرانو… نه مې هیله دا ده، چې په دې اړه پراخ کمپاین او مبارزه شورو کړي، تر څو د دې ګنده بوټي ریښه دارې او زهري پښې له خپلې خاورې وباسي، ګني له سختو دربدریو سره به مخ شي!

خپله لیکنه د اریوب د سیمې د خوږ ژبي شاعر انور تبسم په یو داسې غزل پای ته رسوم، چې همدې حالاتو ته یې ليکلی، شاعر د قوم سترګې وي، دا هغه لفظونه دي، چې د یوه حساس شاعر د سترګو له لیده راټوکیدلي دي:

اریوب میشتو ته دې ډالۍ وي:
。。。
زما مسرور، نشه، نشه، خمار، خمار اریوبه!
نن دې لمن کې نه غنم شته نه جوار اریوبه!

د ښایستونو پسرلي دې زړه راښکوونکې نه دي
بدل شوې سم د هیروینو په بازار اریوبه!

د بنګو بوټې لوبوې خو دا هم یاد وګڼه!
ضرور به ستا لمن سوزیږي په انګار اریوبه!

ستا د ښکلا د میینانو جوپې تتې ښکاري
پل سراط په څیر باریکه دې شوه لار اریوبه!

که خاوره مور وي، نو د مور مینه همداسې وي بیا؟
ستا مستقبل به تاته خود کوي ازار اریوبه!

ستا فطرتي ښکلا څوک تانه اخیستلی نه شي
ښکلا دښمنو ته په سترګو کې یې خار اریوبه!

د تبسم د الهامونو کوهِ طور یې خدایږو
درنه شم جار اریوبه، جار اریوبه، جار اریوبه!.
ـــــــــــــــــ
(۱) سحرا: ځای کنده کېږي، له پاسه لکه کوټه پټېږي، هوا کش پکې پرېښودل کېږي، بیا پکې الوګان، ټیپر او ګازرې اچول کېږي، چې په ژمي کې له یخ وهلو وساتل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *