مسعود حقمل

هغه څوک چې نن یې  نوم دهر چا په خوله دی! او هغه څوک چې افغانستان ته یې دازادۍ ستر ویاړ ور په برخه کړی غازي امان الله خان دی !

کله چې داسد اته ویشتمه اورو نو سم لاسي مو دهېواد دخپلواکۍ ورځ سترګو ته هکه پکه ودریږي خپلواکي څه شی او څنګه تر لاسه کیږي.

دختیځ ستر نابغه سید جمال الدین افغان (رح)وايي ازادي اخستل کیږي ور کول کیږي نه! نو مالومه شوه چې ازداي خپلواکي او له غلامۍ څخه خلاصون قرباني ویاړنې ځواکمنتیا ،تدبیر،پوهه او سیاسي بصیریت غواړي او دمبارزې سر لاری باید داسې شخص وي چې دا ټولې ځانګړنې .

دافغانستان ویاړ دنړۍ دسترې امپراتورۍ پیرنګي ماتونکی او دوخت ستر مدبرشخص ارواښاد غازي امان الله خان که له یوې خوا دسترې سیاسي پوهې څښتن وو له بله پلوه دده مدبریانه سیاست ددې سبب شو چې په لږ وخت کې دنړۍ سترو قدرتمندو هېوادونو پام ځان ته راواړوي .

په نولس سوه نولس زیږکال چې له دولسو سوه اته نوي لیږیزلمریز  کال  داسد له اته ویشمې سره برابره ده دافغانستان دغه ستر ویاړ غازي امان الله خان له انګریزي ښکیلاک څخه په دریم ځل خپلواکي ترلاسه کړه .

دده ستر غازي فکري تمرکز په پوهه ،اقتصادي پرمختګ ،صنعت پیاوړتیا ،درسنیوازادۍ ،دقوانینو جووړولو او دځوانو زده کونکو اوزده کړیالانو  دعلمي کچې لوړولو وو.

دغه مدبر او سیاسي شخصیت په ډیر کم وخت کې خپل بهرنی سیاست داسې غوره کړ چې دنړۍ ابر قدرتونه دافغانستان سره په صنعت او پرمختګ کې مرسته وکړي.

غازي امان الله په هر بهرني سفر کې له بهرنیانو دصنعت او په ځان بسیا کېدو په برخه کې دمرستو غوښتنه کوله او په کمه موده کې کارځایونه جوړ او ډیری ځوانان یې  باندنیو هېوادونو ته دزده کړو په موخه واستول شول .

که څه هم  دغازي امان الله خان ځینې کارونه له وخته مخکې وه خو دنومړی په دې ښه  پوهېده که داسې ونکړي یو ځل بیا به افغانستان دانګریزانو سره دتېرو دوه جګړو پربرخلیک اخته شي هماغه وه چې امان الله غازي تر ټولو لمړی ،پوهنیز سستم پراختیا داقتصا د پیاوړتیا درسنیو ازادۍ او دقوانینو جوړولو ته پاملرنه وکړه .

په کم وخت کې داما ن الله خان دواکمنۍ باور په کوردننه او بهر دبرتانوي حکومت او پیرنګیانو دزغملو وړ نه وو او هماغه وو چې ددغه ستر مدبر شخصیت دواکمنۍ پروړاندې تو طیې او ناوړه تبلیغات پیل شول دغه توطیې ددې لامل شوې چې دامان الله  خان غازي حکومت څنګه چې اړینه وه دوام ونکړي او امان الله خان خپله واکمني ددې شعار لاندې پریښود ه چې ماته دافغان له وینو دغه څوکۍ غوره نده! او اماني دوره یې  پای ته ورسوله .

پوښتنه داده چې څنګه کيدلای شي ازادي وساتل شي ؟

مونږ ته دخپلواکۍ ملی اتل غازي امان الله خان ازادي واخسته اوس نو  ددې وخت رارسیدلی چې باید دازادۍ ستر نعمت خوندي وساتو او ارزښتونو ته یې په درنه سترګه وګورو .

دا ازښتونه څنګه ساتل کیږي ؟

دخپلواکۍ ارزښتونه دامان الله خان دهغه ارمانونو په پوره کېدو سره ساتل کیږي چې دزده کړې دپراختیا ،خپلواک نظام درلودلو ،دافغانانو وینو ته درناوي،او په کور دننه خلکو ته دکار دزمینې په برابرلو سره ساتل کیږي .

که داسې وشوه نو له شکه پرته له یوې خوا به دازادۍ په ازښتونو پوه شو او له بله پلوه به مو دغازي امان الله خان ارمانونونه پوره کړي وي .

ازادي تر پاد شاهیه لاتیری کا

چې دبل دحکم لاندې شي زندان شي.

مسعود حقمل

کابل وزیر اکبرخان ملي رادیو تلویزیون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *