که یوانسان په لاسونوبدکارونه وکړي، له پښوسمه استفاده ونه کړي، په ژبې درواغ، غیبت، بد او رد ووایو، په غوږونودګناهګارې خبرې واوري، په سترګوګناهونه وکړي او فکرمودکارنه وي(یعنې له بیروني او دروني انساني ښکلاوو)سمه استفاده ونه کړو نو د ازادۍ مفهوم به څه وي؟
هو! ازادي د فکرپه کارده.که یوانسان بې فکره او ناپوهه وي، د دې ازادي دا معنا لري، لکه یوه پرنده چې د قفس له اسارته خلاص شي.یایوزمری له قفسه خوشې شي اوپه ځنګل کې خپلوظلمونوته ادامه ورکړي، دواړو په خپل زات کې ازادي ترلاسه کړه خود دوی ازادي د انساني ازادۍ سره توپیرلري.
له انسانه سربیره که حیوان وتړل شي، کوښښ کوي چې ځان خلاص کړي، پرنده ګان په قفس کې د خلاصون لپاره شورماشور جوړوي او د ازادۍ غوښتونکي وي خود انسان ازادي بایدیوازې د خلاصون په معنا نه وي.
که ړوندته سترګې واچول شي، ګوډ ته ساختګي پښې، په دواړو لاسونو معزورته لاسونه وړکړل شي خودوی د خیر پر ځای پرې د شر کارونه وکړي نو د دوی د ښه کېدلونه یې په خپل حال پاتې کېدل ښه دي. که د ازادۍ په مفهوم څوک نه پوهيږي په اسارت کې ژوندورته بهتره دی.
د انسان لپاره دفکر ازادي مهمه ده، چې فکرازاد شو، د بدن نوراعضاوې هم د ازادۍ په مفهوم پوهیږي او ټول بدن د ازادۍ په ګټه کارکوي.
د انسان فکردی چې ازادي پيژني او نورو اعضاوو ته هم د سالمې ازادۍ د پيژندنې لارښونه کوي.
د فکر ازادي په پوهې ساتل کېږې، ځینوملکونو چې ازادي واخیسته په ساتلوکې یې هم کامیابه وو، دوی پوهیدل چې ازادي په پوهې ساتل کېږي خوځینې ملکونوازادي واخیسته خو په ساتلوکې یې پاتې راغله او لوی دلیل یې ناپوهي اوبې علمي ده.
ازادي په زور اخیستل کېږي اوپه فکراوپوهې ساتل کېږي.