نقیب الرحمن شمسزی

اقتصاد پوهان وایی چې ازاد بازار د خلکو په ګټه دی په دې بازار ګې سوداګر یوله بل سره سیالی(رقابت) کوی نو کله چې د سیالۍ خبره شوه نوبیا  کمپنۍ اوشرکتونه د ښه بازار موندنې او د ډیرو مشتریانو د راجلبولو لپاره په ښه کیفیت کې مناسب محصولات مستهلکینو ته وړاندې کوې.

او په ازاد بازار کې حکومت یوازې د څارنې دنده پرغاړه لری که چیری یو څوک بی کیفیته یا تاریخ تیره محصول را وړی  او په هغه کې ټولنې ته روغتیایی تاوان وی باید چې دحکومت لخوا ونیول شې او عاملینوته یی سزا ورکړل شې.

لنډه داچې، په دې بازار کې چل ول، قسم خوړل، دروغ ویل او داسې نور موارد ازاد دې یو دکاندارته چې ورشې بیانو په خپل مال چې قسمونه وخوری په خدای په قران او داسی نور…. چې دومره می ندی ورکړی اوتاته یی په دومره درکوم حیران به ورته پاتې شې ته به وایی چې ریښتیا هم همداسې ده. د ازاد بازار یو اصل هم تروسه چا پرځان ندی عملی کړی، اقلاْ دولت تروسه پردې ندی توانیدلې چې دپاکستانیو پلاستیکې تفنکچو او پوپکو مخنیوی وکړی، لاڅه چې په بازارکې محصولات او نرخونو باندې کنټرول ولری.

نن مې په سرکې لږ څه درد پیدا شو، غوښتل مې چې له درملتون څخه د سر درد لپاره یو پاکټ پرستامول ګولي را واخلم، لنډه داچې یو درملتون ته ننوتلم ورته اومې ویل چې یوپاکټ د سردرد ګولۍ راکړه هغه راته وویل چې ماسره څو ډوله ګولۍ دې یورقم ۵ افغانی یورقم ۱۰ افغانی همداشان ۱۵ –۲۰ او ۳۰ افغانیو پوری ته یی کوم یو غواړې؟ ما ورته وویل چې هغه ښې ګولی را کړه نو د راته همغه دیرش روپی والا راکړی ویل چې دا جرمنې دې او ډیر ښه کیفیت لری. نو ما تری غوښتنه وکړه چې لږ یې ارزانه کړه ډیری ګرانې وایی: له دې خبری سره ده نو قسمونه شروع کړل چې په خدای قسم او په کلمه قسم چې ۲۸ مونږ ته رازې ۲ روپۍ دې پکې حلالی وی که زیاتې واخلم راته دې د خوږ غوښه وګرځې.  نو ما چې کله دده قسم خوړل ولیدل هک حیران شوم ورته اومی سمه ده دیرش روپی درکوم قسمونه مه خوره ګولی مې را واخستې او را روان شوم، تاسو فکر وکړی چې یوازې په درملتون کې یو ډول ګولۍ په یونوم خو قیمتونه یې توپیرلری له دېنه ښه جوته کیږې چې د۵ روپیو والاخو بالکل بی کیفیته دې ددې پرځای چې ګټه وکړی د انسان لپاره نخس کوی او دا دهمدی خرڅلاو لپاره را وړل شوی دی، چې په دې خوار ملت باندې پلورل کیږې.

بله موضوع پکې د رقابت ده ما خو په دې بازار کې رقابت ندی لیدلې هرڅوک په خپل سردی  که په دام کې ګیر راغلې دلسو روپیو مال درباندې سل روپي خرڅوی، یوه ورځ مې له یو دکان څخه دسهار چای لپاره یو ډول پنیر دی چې دپنیر خامه په نوم یادیږې کورته راوړل خو چې کله مو سرتری پرانیست ډیر بد بوی کاوه خو کله مې چې تاریخ ولیده له ټاکلې مودې څخه یوکال وخت پری تیر شوی وو چې دیته ورته په ښارکې تاریخ تیری ډیری شیان لکه لبنیات، نوشابی، بیسکیټونه، درمل، او نور خوراکې توکې شتون لری چې په دې خوار ملت پلورل کیږی هیڅوک ورته پاملرنه نلری، دکانداران او سوداګر خو هسی هم د پیسو لپاره نه په خدای بند دی او نه په قرآن، دولت خودې ورته پاملرنه ولری، باید چې حکومت په ښار کې د خوراکې توکو دنظارت لپاره یو کمیسیون جوړ کړی لږ ترلږه په میاشت کې خودې یوځل دښار په یوڅو دوکانونو وګرځې،

تاسو فکر وکړی په هردکان کې فعلاْ تاریخ تیری محصولات شتون لری او په ازاد ډول پلورل کیږې، ډیری خلک د بیسوادی له امله په تاریخ یی هم نه پوهیږې.. خو دولت یوه ورځ هم په یادو دکانو ندی ګرځیدلی یوه ورځ مونږ نه درسنیو اویا له کوم بل لوری ندی اوریدلی چې دولت تاریخ تیره محصولات راټول کړی وی او یایی په دې تور کوم سوداګر یا دوکاندار نیولی وی.

ازاد بازار دی!  د محصولاتو نرخ تثبیت ندی دوکانداران مشتری ته ګوری او خپل محصول پری خرڅوی که چیری دوکاندارته لږڅه غوړ ښکاره شې نو بیا دلسو روپیو شی درباندې ۵۰ روپۍ خرڅوی  دوکاندارانو کې هم انصاف ندی پاتې.

لکه په سرکې مو چې وویل ازاد بازار سهولتونه را مینځته کوېَ دا څنګه سهولتونه دې چې زمونږ بازار له بی کیفیتو توکو څخه ډک دې سود په بانکونو کې ازاد دی، ورسره مخدره توکې، شراب اوداسې ورته نامشروع محصولات په ډیرو دوکانونوکې شتون لری او خرڅیږې هیڅوک نشته چې مخنیوی یی وکړی. که ازاد بازار همداوی نو زه خویی نه منم  له دولت او اړوندو ادارو څخه غواړم چې په دې اړه پاملرنه وکړی،

لیکوال: نقیب الرحمن شمسزی

 کندز

One thought on “ازاد بازار او د بی کیفیته او نامشروع توکو تجارت”
  1. اشنایه ترتاریخ تیرچرګان هم افغانستان ته راواردیژی داهغه چرګان دی چی ۳میاشتی یا۶میاشتی هګی واچوی بیا۲میاشتی ژوندهم نه لری غوشه ی ګرده مرض ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *