کله ناکله په لیکنو کې د ازاد شعر او ازاد نظم ترمنځ توپیر ورکېږي ، داسې انګېرل کېږي چې ګوندې دغه دواړه نومونه یا نومونې ورته دي ، خو داسې نه ده .
وړاندې تردې چې له نظم سره د ازاد لفظ وتړو ، ښه داده چې بیا هم نظم وپېژنو .
د نظم لغوي معنی د ملغلرو پېیل او په اصطلاح کې هغه کلام چې وزن ولري ، نظم ورته وایه شي .
نظم فورم یا چوکاټ دی ، په پښتو کې نظم په دوه لویو برخو وېشل کېږي ،یو هغه نظمونه دي چې له ختیزو ادبیاتو پښتو ته راغلي دي ، دغه ډول نظمونه یوازې او یوازې د مېسرو د شمېر او قافیوي جوړښت له مخې د نورو ژبو له نظمونو نه په تعریف لیکل شوي دي ، خو عروضي جوړښت یې بیا د عربي عروضي جوړښت په څېر نه دی ، د پښتو ددغه ډول نظمونو جوړښت څپیز خجیز دی ، او بل هغه ډول نظمونه دي چې د هغوی مېسره ییز او عروضي جوړښت او موسېقیت د پښتو ژبې یا پښتني چاپیریال دی ، په دې برخه کې همدا ملي نظمونه لکه درواخلې چاربیته ، لوبه ، بدله ، لنډۍ ، سروکې ، غاړې ، نارې او …
دي .
د نظم بل وېش هم د معنوي فورم له مخې کېږي ، لکه د رواخلې طنزیه ، حمد ، نعت ، داستان ، کیسې او …
شعر بیا یوه ځانګړې رنګینه منځپانګه ده چې ځان د نثر او نظم په چوکاټ کې را څرګندوي . د شعر په باب چې څومره تعریفونه شوي دي ، په ټولو کې د شعر مرکزي عنصر یا توکی تخیل یا خیال دی ، شعر د خبرو هنر ګڼل شوی دی ، مخیل کلام بلل شوی دی او یو غځېدلی تعریف چې تر نورو لږ مفصل دی دادی چې شعر په کېښکلې او اهنګینه ژبه د فکر و خیال عاطفي تړون دی .
اوس راځو له دغو دواړو نومونو سره د ( ازاد ) نوم تړلو ته . کله چې وایو ازاد نظم ، مطلب مخو هغه نظم دی چې میټریک وزن نه لري ، بلکې د هرې مېسرې وزن یې له نورو مېسرو سره په خج برابرېږي ، یعنې په قافیه وال نظم کې مقید یا میټریک وزن وي ، خو په ازاد نظم کې مقید یا میټریک وزن نه وي ، ، په میټریک یا مقید وزن کې د مېسرو ترمنځ برابر والی د څپو د شمېر له مخې کېږي . په ازاد نظم کې بیا دغه دود نه پالل کېږي ، بلکې هره مېسره ځانګړې څپې لري او د یوې او بلې مېسرې ترمنځ وزني تړښت په اهنګ او خج کېږي .
نو یو مقید نظمونه دي او بل ازاد
مقید نظمونه هغه نظمونه دي چې هغه مقید او میټریک وزن ولري ، او نا مقید یا ازاد نظمونه هغه دي چې هغه میټریک او مقید وزن نه ، بلکې د خج او اهنګ له مخې یو ځانګړی وزن لري ، بل داچې له قافیې نه خلاص وي .
د ازاد شعر نوم چې کله موږ کاروو ، نو د شعر سره د ازاد نوم تړل موږ بېرته ازاد نظم ته بیايي ، شعر په خپله قالب یا فورم نه دی ، که چېرته په نظم کې هنري یا بدیعي ښېګڼې وي ، شعري توکي په کې وي ، یعنې خیال او فکر په کې وي ، هغه په خپله شعر دی .
نو ددغې وینا له مخې دلته له شعر سره په ټوله کې د ازاد لفظ نه جوړېږي ، ځکه شعر شعر دی ، هغه که د ازاد نظم په چوکاټ کې وي او که د مقیدو نظمونو په چوکاټونو کې وي .
د ازاد شعر له نومونې نه زموږ د لیکوالو موخه او غرض هغه ازاد نظمونه دي چې په هغه کې شعري کیفیت موجود وي . موږ باید شعر سره ازاد او نا ازاد لفظ یوځای نه کړو ، یا شعر باید په ازاد او نا ازاد ونه تړو ، شعر که په ازادو چوکاټونو کې وي ، که په تړلو یا مقیدو او که په نثر کې وي ، شعر شعر دی .
پایله دا را وباسو چې د ازاد شعر نومونه هغو ازادو نظمونو ته راځي چې هغه مقید یا میټریک وزن ونه لري ، بلکې د ازادو نظمونو په څېر یو ځانګړی هجا يي نا میټریک وزن او اهنګ ولري . نو ممکن هر ازاد نظم شعر نه وي ، خو د نظم له چوکاټه یې نه شو ویستلی ، ځکه ازاد نظم یو چوکاټ دی ، نو کله چې د ازاد شعر نوم ورکوو ، مطلب مو دادی چې د ازاد نظم په چوکاټ کې شاعري شوې ده . یا د ازاد نظم په چوکاټ کې چې کوم لفظونه پییل شوي ، هغه شاعرانه کیف او شعریت لري ، چې دغه شاعرانه کیف او شعریت په ښکلو لفظونو کې د خیال انځورول دي .
موږ باید اصطلاحاتو یا نومونو ته د عوامو یا نا زده کړو له لید لوري ونه ګورو ، عوام شعر او شاعر ته په یوه بله سترګه ګوري ، هغوی هر منظوم کلام شعر بولي او په ټولنه کې بېلابېلو اشخاصو ته شاعر وايي . ادب پېژندنه او شعر پېژندنه د خواصو یا د ادب پېژندونکو او شعر شعر پېژندونکو کار دی ، نو پر همدې بنسټ راځئ ځینې نومونې په خپلو لیکنو کې په اصلي بڼه وکاروو ، له شعر سره د ازاد مقید صفت باید ونه لیکو ، شعر شعر دی ، که په نثر کې دی او که د نظم په بېلابېلو ډولونو کې .
که تاسې د اخوند دروېزه ځیني ازادې منظومې ویناوې ولولئ ، نو وبه ګورئ چې هلته د یوې مفکورې یا فکر لپاره لفظونه منظوم شوي دي ، د هغه ددغو نظمونو ځینې برخې د قافیې او مقید وزن نه خالي دي ، یعنې د پښتو لیکنی ازاد نظم له اخوند دروېزه راپيلېږي . خو په همدې چوکاټونو کې بیا زموږ یوشمېر نورو شاعرانو خپلې منظومې وینا ته شاعرانه رنګ ورکړی دی . نو موږ اوس د اخوند دروېزه نظم له ازاد نظمه نه شو ویستلی ، ولې شعر نه دی ، خو په مقابل کې یې بیا د یوشمېر معاصرو شاعرانو منظومې ویناوې چې شاعرانه رنګ او شعریت لري ، هغه هم ازاد منظوم کلام دی ، ولې شعر دی . بېلګې یې دادي .
هغه دين چې موافق دى له قرآنه
او رسول دى قبول کړى
هغه دين زما قبول دى، ما دى لاس ورلګولى
هغه دين جې مخالف دى له قرآنه
او رسول ځيني وېزار دى
زه وېزار له هغه دينه
چې پېرو د هغه دين په دواړو کونو شر مسار دى.
په پورته ازاد نظم کې کوم شعري جوهر یا شعریت نه ښکاري خو ازاد نظم پر دې دی چې وزن او اهنګ لري، شعر نه دی خو جوړښت او سکښت یې دازاد نظم دی.
په لاندې ازاد نظم کې بیا منظوم الفاظ شعري جوهر یا شعریت لري، دجوړښت یا سکښت له مخې ازاد نظم دی خو شعر هم دی.
تش کاغذ
تاته مې خط ليکلو
لامې ليکلى نه و
چې په کاغذدپاسه
دوه ملغلرې
ددوو سترګو نه راپرېوتلې
ماوې بس دغه بس دى
ستادغه خط مې تاته دغه شان درواستولو
وروستو مې سوچ کولو
چې ته به څنګه
ددې تش کاغذ په راز پوهه شې.
د ازاد شعر او ازاد نظم په اړه ډېر ښه مالومات راټول شوي و.
دغسې لیکنې د شعر او نظم تر منځ دتوپیر په اړه زیاتې ګټورې دي، هغه څوک چې شعر لیکي یایې اوس د خیال په وزرو الوت ته زړه شوی وي.
شاعرانه طبعه او مینه ورسره ملګرې وي، نو د هغوی لپاره یې لوستل ډېر مهم دي.
. ستا خپل نثر مې حوښ شو شابس خو دویم مثال دې هم چندانې شعر نه دی که وي ډیر سو لېدلی او تکراري دی.