تاند – د «ازاد پختون قبایل» په نامه د ټولنیزو رسنیو یوه مخ پر ودې فیسبوک پاڼه لیکي چې، هغو خلکو (افغانانو) چې خپل هېواد یې د پاکستان د ګټو د خوندي کولو لپاره وران کړ هغوی نن د پاکستان حکومت په جېلونو کې غورځولي دي.
یادې فیسبوک پاڼې د یو شمېر هغو افغانانو عکسونه خپاره کړي چې پاکستاني پولیسو د جېل د پنجرو شاته ورغورځولي او ډله ډله پراته دي.

د ازاد پختون قبایل له لیکنو ښکاري چې د ډیورنډ د پورې غاړې د محکومو پښتنو د اواز د اوچتولو لپاره کار کوي او د افغانستان په روان حالت خپل د خواخوږۍ احساسات ښیي. دغې پاڼې په خپل لومړي مخ دا شعار لیکلی «زمونگ کوشش پہ عمومی توگہ لر او بر پختون او پہ خصوصی توگہ قبائلی پختون ویخہ ول دی ۔ لر او بر تہ سلام».
ازاد پختون قبایل پاڼه چې د ۲۰۱۶ کال له نیمایي نه په فیسبوک راښکاره شوه د خوښوونکیو شمېر یې نژدې سل زره کسانو ته رسېدلی او داسې ښکاري چې ورځ تر بلې یې شمېر ډېرېږي.