میرویس جلالزی – د ازبکستان، امریکا او پاکستان چارواکي اوامنیتي ادارې د افغانستان د امنیت په اړه شدیده اندیښنه لري.

دوی وروسته له دې اندېښنه حرګنده کړه چې دوې اوونۍ مخکې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه.

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف د چهارشنبې په ورځ د خپل هیواد دولتي آژانس ته په مرکه کې وویل، له افغانستان څخه به د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته منځنۍ اسیا له شدیدو امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي.

کریموف زیاته کړه، هغه ګواښ چې منځنۍ اسیا ته مخامخ کیږي یوازې دې سیمې ته نه بلکې وروسته به ټوله نړۍ ته پېښ شي.

د هغه په وینا بې ثباتي به په طبیعي زیرمو د واکمنو ډلو ترمنځ رقابتونه پياوړي کړي، اتومي وسلې به خپل خوندي توب له لاسه ورکړي او د ګڼوژني د وسلو نور ډولونه به هم پراخ او هر لاس ته ولویږي.

ازبک ولسمشر په خپلو وسله والو ځواکونو غږ وکړ چې د هر راز احتمالي خطر د مخنیوي لپاره چمتو واوسي او دفاع وزیر ته یي امر کړی چې سرحدي قوتونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي.

روانه اونۍ د لومړي ځل لپاره افغان دولت ومنله چې د اسلامي دولت په نامه د ترهګرې ډلې ځالي له سوريې او عراقه اوس افغانستان ته هم را لیږدول شوي دي.

د داعش نښې نښانې په هلمند او زابل کې لیدل شوي.

بریټانیايي ورځپاڼې ټایمز ویلي چې په افغانستان کې د داعش مشري د ګوانتانامو د پخواني بندي ملا عبدالروف علیزي پر غاړه ده.

ورځپآڼي ویلي چې عبدالروف علیزی په ۲۰۰۷ کال کې له ګوانتانامو آزاد شوی او دهلمند د زمین داور په سیمه کې یې د داعش ځالي جوړي کړي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکایي لښکرو مشر قوماندان جان کیمبل هم افغانستان ته د ترهګرو د بیاراتګ په باب اندیښنه څرګنده کړې ده.

جان کیمبل ویلي، سره له دې چې دوی او افغان قواوو پر ترهګرو خپل فشارونه زیات کړي لیکن بیا هم ترهګرو افغانستان ته مخه کړې ده.

جنرال کمپل په یوه وروستۍ مرکه کې د دې پوښتني لپاره قانع کونکی ځواب نه درلود چې ایا افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي که څنګه.

جنرال کیمبل ویلي چې لا هم دوه کاله لري څو د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *