تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: د ازبکستان د روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله له دغه هیواد سره د پولو تړلو وړاندیز کړی دی.
د ازبکستان ادارو له روغتیا وزارت سره نن په یوه بیړني غونډه کې منلې چې له افغانستان سره د لنډ مهال لپاره پولې وتړي.
دا په داسې حال کې ده چې هرات ته د ایران له قم څخه راګرځیدلیو دریو مسافرو له منځه یو په کرونا اخته بلل شړی دی، همداراز کابل کې هم د هوا له لارې له قم څخه راغلي ۵ مسافر قرنطین شوي او په هرات کې هم تازه ۵ مشکوکې پیښې ثبت شوېدي.
دا مهال چې هرات قرنطین او بیړني حالت نه تېرېږي، والي یې ښاروالۍ، پوهنې ریاست او ټرانسپورټ ریاست موظف کړي دي چې د خلکو د تجمع مخه ونیسي.
بلخوا د غور د عامې روغتیا رئیس جمعه ګل یعقوبي هم رسنیو ته تایید کړې ده چې دغه ولایت ته له قم څخه ورستون شوي کس کې د کرونا اعراض لیدل شوي دي.
نوموړی وایي، د دغه کس د وینې نمونه یې کابل ته د تشخیص لپاره استولې ده.
کرونا ویروس دې ورځو کې ایران سخت راګېر کړی او وېره شته چې افغانستان ته په راتلو به ډېر زیات خلک ونیسي.
په داسې حال کې چې د کورونا ویروس خپریدو د نړۍ پر مالي بازارونو اغیزکړی، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشردونالډ ټرمپ به له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له کانګرسه د دونیم ملیارډ ډالرو غوښتنه وکړي.
په نړۍ کې پرکرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمیرله اتیازرو اوښتی دی.
په چین کې چې د دغه ویروس اصلي سرچینه دی پر کرونا د اخته شویو شمیرنژدې ۷۸ زرو او د مړیو شویو شمیر۲۶۶۳ کسانو ته رسیدلی دی.
نن د چین د روغتیا ملي ادارې په دې هیواد کې پرون د نورو ۷۱ تنو د مړه کیدو او د دغه ویروس د ۵۰۸ نویومثبتو پیښود ثبتیدو خبرورکړ.