تاند، جمعه، د جدي ۶مه: د ازبکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، هېواد به یې د سولې تر څنګ په ټولو برخو کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
عبدالعزیز کاملوف نن په تاشکند کې یوې خبري غونډې ویلي، هیله مندي ښودلې چې د سولې روانې هڅې به بې ځایه نه ځي.
نوموړي زیاته کړه، هېواد به یې تل له افغانانو وروڼو څخه خپل ملاتړ کوي، خو په وینا یې هیله من دی چې د ازبکستان هڅې هم له پامه ونه غورځول شي: (( د افغان دولت او مخالفانو تر منځ یې د مذاکراتو پيلېدو ته هیله مندي شته، ښه خبره دا ده چې د افغان سولې په تړاو په سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځته شوې ده.))
نوموړی وايي، په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده مګر اوس نوي فرصتونه رامنځته شوي دي او په لومړي ځل ښکیلو غاړو مذاکراتو ته غاړه ایښې ده: (( موږ په دې باور یوو چې دا ناستې به بالاخره نتیجه ورکړي، له مذاکراتي ناستو پرته بله لار هم نه شته، ځکه موږ نه شو کولی چې بحران د وسلې په زور حل کړو.))
کاملوف ویلي، د افغان سولې په رابطه د ټولو ناستو هرکلی کوي او تر بل هر چا به ازبکستان د افغان سولې زیات ملاتړ وکړي.
په……(په وینا یې هیله من دی چې د ازبکستان هڅې هم له پامه ونه غورځول شي) څہ معنی ؟؟؟؟ ……….. اوس دوی ھم راتہ پاکستان نشي. …………. بیا بہ څلویشت کالہ لہ دوی نہ ځان نشو خلاصولای. …………. ډېر پام پہ کار دی.
کاش دا بی ضمیره پدی پوهیدلی چه سوله دا انسانیت لومړی درجه ضرورت دی