تاند- ازبکستان وايي، حاضر دی چې د افغانستان د مزارشریف او هرات ترمنځ د رېلارې پر جوړولو ۵۰۰ ملیون ډالره ولګوي.

د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر جمشېد خواجه یف دا ژمنه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کتنې په مهال وکړه، او ویې ویل چې د دوو هیوادونو تخنیکي ټیمونه باید له ټاکل شوي مهالوېش سره سم کار پیل کړي.

خواجه یف افغانستان د ازبکستان د ترانزیت او ترانسپورت لپاره یو مهم شریک وباله، ویې ویل چې د دوو هیوادونو اړیکې ورځ په ورځ غوړېږي.

د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر وویل چې په ۲۰۱۷ م کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري په سلو کې ۱۹ زیاته شوې او د روان ۲۰۱۸ تر مې پورې په سلو کې ۱۵ ډېروالی ښيي.

تېر کال ازبکستان ته د افغانستان د ولسمشر له سفره وروسته د دوو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ بدلون راغلی، ازبکستان خپلې پولې پر افغانستان پرانیستي، د افغانستان په اقتصادي پروژو کې یې لېوالتیا زیاته کړې او غواړي چې د افغانستان یو مهم اقتصادي شریک واوسي.

د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر وویل، هیواد یې لېواله دی چې په افغانستان کې د سمینټ په تولید کې پانګونه وکړي او هڅه کوي افغان سوداګرو ته د وېزې د ورکولو او د ترمز د کارګو په مرکز کې د فرصتونو د رامنځته کولو اسانتیا برابره کړي.

ده دا هم وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د نساجۍ د ۶ فابریکو د جوړولو یا بیا فعالولو اراده لري او په دې برخه کې یې کار پیل کړی دی.

د افغانستان ولسمشر د ازبکستان پلاوی ته وویل چې افغانستان د ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې زیات ظرفیت لري.

ولسمشر غني ازبک پلاوي ته وویل چې افغانستان به د خپلو هغو اجناسو لیست برابر کړي چې ازبکستان ته یې صادرولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *