د ازبکستان صدراعظم بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې له اجرائیه رئیس سره کتلي او ژمنه یې ورکړې ده چې هېواد به یې افغانستان ته د برېښنا د لاین په لېږد کې ۴۵ میلیون ډالر تخفیف کابل ته ورکړي.

 د ازبکستان لومړي وزیر زیاته کړې د ازبکستان له سرخان نه تر پلخمري پورې ۲۰۰ کېلو متره لار ده چې د بریښنا لاین په غځولو یې ۱۱۰ میلیونه ډالر لګښت راځي خو ازبکستان به له کابل نه ۴۵ ملیونه ډالر کم واخلي.

عبدالله عاریفوف ویلي، هېواد یې له افغانستان سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې او د دغو  اړیکو پراختیا هم غواړي.

عارف عوف بلخ کې د خپل هېواد د توکو یو نندارتون هم پرانیست چې په اړه یې اجرائیه رئیس وویل دا ډول نندارتونونه د افغان او ازبکستاني سوداګرو تر منځ اړیکو جوړولو ته ښه لاره ده.

 په دې لیدنه کې اجرائیه رئیس ویلي، ازبکستان سره ګڼې هوکړې لاسلیک شوي چې اوس یې د عملي کولو وخت رارسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *