تاند- هرکله چې د یوه هیواد د پیسو ارزښت کم شي، مجبورېږي چې غټ بانکنوټونه چاپ کړي.
ازبکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پیسو (سوم) ارزښت یې ډېر لوېدلی او اوس غواړي چې سل زریز یا یو لکیز بانکنوټ چاپ کړي.
د ازبکستان پیسې سوم (Som) نومېږي. د دغه هیواد مرکزي بانک اعلان وکړ چې نوی بانکنوټ به د روانې فبرورۍ په ۲۵ نېټه راوباسي.
خو ایا خبر یاست چې د ازبکستان د سل زریز نوټ سوم ارزښت به څومره وي؟
که مو په پیل کې درته لیکلي وای چې د ازبکستان د یو لک سومو ارزښت یوازې ۱۲ امریکايي ډالره دی، نو په دې به مو تعجب نه وای کړی چې ازبکستان ولي سل زریز نوټ چاپوي.
تر دې وړاندې د ارزښت له نظره د ازبکستان تر ټولو لوی نوټ پنخوس زریز و. خو دا هیواد په څه کم یو نیم کال کې مجبوره شو چې سل زریز نوټ چاپ کړي.
ازبکستان د ۲۰۱۷ کال په اګست کې پنځوس زریز بانکنوټ چاپ کړی و.
د ازبکستان د سل زریز بانکنوټ یوه ځانګړتیا دا ده چې د نابینایانو لپاره ځانګړې نخښه لري او نابینایان یې په لمسولو درک کولی شي.