تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: ازبکستان اعلان کړی چې افغانستان لپاره یې د حیرتان بندر له لارې د رېلګاډو په مرسته د سوداګریزو توکو د لېږد ځانګړی پیکیج او لړۍ پیل کړې ده.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هیواد یې په تاشکند او ځینو نورو سیمو کې د رېلګاډي واګونونه له سوداګریزو توکو ډکوي او افغانستان ته یې لېږدوي.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت په وینا دا چې د افغانستان اړتیا په دې ورځو کې ډېره ده نو د ریلګاډي د سفیر موده یې له ۶ ورځو څخه ۲ ورځو ته راکمه کړې ده او په اوونۍ کې به درې ځلې سوداګریز توکي د افغانستان حیرتان سوداګریز بندر ته رسوي.

 د ازبکستان په وینا تر دې وړاندې به د ۲۱۸ واګونونو درلودونکو ۴ ریلګاډو افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدول.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ټرانسپورټ وزارت هم په وروستۍ یوه میاشت کې هېواد ته د اوسپنې پټلۍ له لارې په خوراکي توکو د ډکو نږدې زر واګونونو د داخلېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت تاند ته په  یوې استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روانې غويي میاشتې له لومړۍ تر څلورمې نېټې پورې یې ۹۷۷ واګونه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته رالېږدولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د حیرتان، اقینه او تورغنډۍ بندرونو له لارې ۹۷۷ واګونه پر اوړو، غنمو، غوړيو، تېلو، ګازو او یو شمېر ساختماني موادو او نورو سودګریزو توکو بار وو، رارسېدلې دي.

 د افغانستان یو شمېر ولایتونه د کورونا ویروس له امله د قرنطین  په حال کې دي، چې په دې لړ کې  د خوراکي توکو د بیو لوړوالي خلک انديښمن کړي دي، خو د ټرانسپورټ وزارت وايي، هڅه کوي د قرنطین پرمهال د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د خلکو ضرورتونه ورته تیار کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *