تاند- د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، حکومت یې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت په غوښتنه تماس نیولی دی.
عبدالعزیز کاملوف، چې په هرات کې په یوه غونډه کې ګډون کړی و، وویل، ازبکستان په وروستي یوه کال کې د سلامشورو او بلنو له لارې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي بین الافغاني خبرواترو ته هڅولي دي.
ده وویل چې ازبکستان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړیو سره تماسونه نیولي خو دا ټولې هڅې یې د افغانستان د حکومت په موافقه کړي دي.
د سږکال په اسد میاشت کې د طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی تاشکند ته لاړ چې د دغه هیواد له چارواکو سره د سولې پر امکاناتو خبرې وکړي.