تاند- ازبکستان وايي، طالبان باید د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي چې د افغانستان شخړه پای ته ورسېږي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عزیز کاملوف، چې د هند، افغانستان او د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه و، د یکشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو د اړتیا په اړه سیمه ییزه اجماع د پراختیا په حال کې ده او طالبان باید د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښېني.
کاملوف تاکید وکاوه چې هیواد یې د افغانستان د دولت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
ده د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالو هلوځلو ملاتړ هم وکړ.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان حکومت او طالبان باید له یو بل سره مخامخ خبرې وکړي.
وسله وال طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي. دوی وايي چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژني او نه «د کابل اداره» د بهرنیو پوخیانو د ایستلو واک لري.
طالبان ظاهراً وايي چې دوی یوازې د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه لري خو راپورونه وايي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره طالبان د خپلو بندیانو د خلاصون، اساسي قانون او یو شمېر نورو مسلو په اړه هم خبرې کړي دي.