تاند- د ازبکستان د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو د انستیتیوت رييس وايي چې کابل او تاشکند په افغانستان کې د موټرو په جوړولو غور کوي.
الدارعارف اوف وايي، د ازبکستان د سترو کمپنیو استازي په لنډ وخت کې افغانستان ته ځي او په افغانستان کې د غوړو د فابریکو بیا جوړول څېړي.
ده زیاته کړه، پر دې سربېره په کابل کې د موټرو د مونتاژ پر ګډې پروژې هم خبرې کېږي.
د الدارعارف اوف په وینا کابل ته د ازبکستان د صدراعظم د وروستي سفر په لړ کې د کرنې، د نباتاتو د ساتنې لپاره د مامورینو د روزنې، او صنعتي چارو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا سلا وشوه.
د ازبکستان د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو ريیس وویل، له افغان سوداګرو سره د ازبکستان د صدراعظم په وروستۍ کتنه کې د ازبکستان د خاورې له لارې افغانستان ته د مالونو د ترانزیتي محصول د کمېدو او د دوو هیوادونو په پوله کې د زرغون کوریدور د جوړېدو په اړه خبرې وشوې.
په ازبکستان کې د افغان پانګوالو ۱۱۰ شرکتونه فعالیت کوي او په مقابل کې یې ۸ ازبکستاني شرکتونه په افغانستان کې فعال دي.
په وروستیو کلونو کې افغان پانګوالو په متحده عربي اماراتو، ترکیې او د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې زیاته پانګونه کړې او اکثره د ناامنۍ له کبله خپلې پانګې افغانستان ته نه شي راانتقالولی.
د افغانستان او ازبکستان اړیکې په وروستیو څلورو کلونو کې ډېرې غوړېدلي دي.
په ۲۰۱۷ م کال د دوو هیوادونو سوداګري راکړه ورکړه د ۲۰۱۶ کال په پرتله په سلو کې ۱۹ زیاته شوه او ۶۱۷ ملیونه او یولک ډالرو ته ورسېده. په ۲۰۱۸ م کال کې ۱۵ سلنه نوره زیاته شوه.