تاند- ازبیکستان غواړي چې له مزارشریف څخه تر هرات پورې د افغانستان رېللار وغځوي.

 په دې موضوع د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ازبیکستان د مرستیال صدراعظم او مالیې وزیر جمشید کوچکاروف ترمنځ په کابل کې خبرې وشوې.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، د ازبیکستان د صدراعظم مرستیال او د مالیې وزیر وویل«د پروژې ارزونه شوې، له ازبیک سوداګري بانک او د بسنټونو د پانګونې له اسیايي بانک سره د پروژې پر مالي چارو خبرې روانې دي.»

کوچکاروف همداراز وویل چې دا پروژه د افغانستان، ازبیکستان او همداراز د سیمې د هیوادونو لپاره خورا زیات اهمیت لري.

ده یادونه وکړه«د دې پروژې د عملي کېدو په صورت کې به له افغانستان څخه د ازبیکستان له لارې چین ته په ۳ ورځو کې رسېدل ممکن شي.»

د افغانستان ولسمشر وویل، د هیوادونو ترمنځ همکارۍ به د خلکو د ژوند کیفیت او معیار ښه کړي او د سیمې له سوکالۍ سره به مرسته وکړي.

تر دې وړاندې ازبیکستان د ۲۰۱۰ په نوومبر کې د اسیا د پرمختیايي بانک په ۱۲۹ ملیون ډالره مالي مرسته  له حیرتان ښارګي تر مزارشریف پورې ۷۵ کیلومتره رېللار جوړه کړه.

له بلې خوا ایران تر هرات هوايي ډګر پورې د رېللارې پر جوړولو کار کوي.

په عین حال کې له ترکمنستان څخه د کندوز په لاره تر شېرخان بندر پورې د رېللارې پروژه سروې شوې او ټاکل شوې ده چې ژر یې کار پیل شي. دا پروژې به د افغانستان اکثره شمالي ولایتونه د رېلګاډو په وسیله له یو بل سره ونښلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *