د ۱۳۹۳ کال د وږي پر ۳۰ نېټه ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله بلاخره له اوږدو جنجالونو او ناندريزو اختلافونو وروسته واک ته ورسېدل. افغانستان ته د دوئ ترمنځ سياسي هوکړي د يوه زېري حيثيت درلود. ځکه د ټاکنو تريخجنو حالاتو او اقتصادي لوږي افغانان له بحران سره مخ کړي ول.
کله چي اشرف غني ارګ ته ننوت؛ له کابل سره د اسلام اباد په اړيکو کي بل رنګ پيدا سو. کېدای سي خلکو ته ډاډ په لاس ور کړي چي دا ممکن د افغانستان په اړه د پاکستان د سياست بدلېدو يو نوی څرک وي ؛ مګر اصلاً دا د پاکستان د سياست يوبل معمول دی چي افغانستان کي يې د حامد کرزي تر واک ختمېدو وورسته وکاراوه.
د ليندۍ پر ۲۵ د پېښور پر پوځي ښوونځي بريد پاکستان ته يو بل چانس په لاس ورکړ. دغه بريد کي نيژدې ۱۵۰ کسان ووژل سول او ۱۲۰ ژوبل سول. د راپورونو پر بنسټ دا د پاکستان په تاريخ کي لومړنی خونړی بريد و. د دغه بريد مسئوليت د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډلي پر غاړه اخيستی و.
د پېښور پر ښوونځي له بريد وروسته د پاکستان د ای ايس ای مشر رضوان اختر او د پوځ لوی درستيز راحل شريف درې ځله کابل ته سفرونه راوکړل. تر دې مخکي د لړم پر ۲۳ ولسمشر غني پاکستان ته يو رسمي دوه ورځنی سفر وکړ. اشرف غني په دغه سفر کي د پاکستان له ولسمشر ممنون حسين، لومړي وزير نواز شريف د لومړي وزير سلاکار، سر تاج عزيز او د پاکستان د ځينو سياسي ګوندونو له مشرانو سره وکتل.
پاکستان د خپل پېچلي سياست په زور د اشرف غني باور خپل کړ؛ او د ګډي ملګرتيا توافق يې ترلاسه کړ. د دغه نوي ملګرتیا پر بنسټ ښاغلي غني د پاکستان هغه ارمانونه ور پوره کړل چي دا ۱۳ کاله يې انتظار ورته کړی و. پاکستان د خپلو ۱۳ کلونو ارمانونو په درشل کي له افغانستان سره د سولي په سلګونه ژمني وکړې. نه يواځي دا چي خپلي ژمني يې عملي نه کړې؛ بلکي ورځ تر بلي يې د افغانستان په بربادۍ لاس پوري کړ. افغان سوله کي د پاکستان نقش ځکه مهم شمېرل کېږي؛ چي د جګړې واښکی يې په لاس کي دی. پاکستان له ولسمشر غني سره په نوې ملګرتيا کي خپل څو مهمو اهدافو ته ځان ورساوه. شايد دا يې يواځي څو بېلګي اووسي:
۱. لومړی وار افغان خاوره کي پاکستاني پوځ ته د عملياتو اجازه.
۲. له کومي معاملې پرته پاکستان ته د لطف الله مسعود سپارل.
۳. د ملګرو ملتونو او اسلام اباد ترمنځ د هوکړي خلاف د افغان کډوالو راشړل؛ چي تراوسه څلور دېرش زره کسان د پولي دې غاړي ته راوښتي دي.
۴. د ډېورنډ کرښي په اوږدو کي د کندو کښل.
۵. پاکستاني پانګوالو ته په افغانستان کي د ا ازادي سوداګرۍ پر جوړېدو هوکړه.
۶. د لومړي ځل لپاره د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ ګډي ناستي پاستي.
۷. او د پاکستان په خاطر له افغانستان سره د ډيلي د پوځي مرستي ځنډېدنه.
تر ټولو نادره يې دا چي پاکستان د لومړي ځل لپاره ۴۵۰ ملايان او طالب العلمان د پولي دا غاړي ته راشړلي، او هلته يې ديني مدرسې ور بندي کړيدي. پاکستان ويلي: هغه مدرسې يې تړلي چي راجستر نه وي، او دا خلک يې د قانوني اسنادو نلرلو له کبله را شړلي دي. پاکستان دا ځل په نوې بڼه د ترهګريزو پټنځيو ملاتړ ته لاس واچاوه. په سيمه کي د داعش انګرېزۍ ډلي د رامنځته کېدو خبري هم ګرمي سوي. داسي ښکاري چي دلته پاکستان ځان چمتو کړی؛ او د داعشيانو د نوي لوبي مشري هم کوي. پاکستان ۱۳ کاله د طالب پروژه وچلوله له بده مرغه خپلي بنسټيزي موخي ته يې ځان ونه رساوه. د پاکستان اساسي تقاضا د ډېورنډ کرښي رسمي منل دي.
د پاکستان د دې ټولو غوښتنو له منلو وروسته لا ولي جګړه هغومره په خپل طاقت کي راونه ده؟ ولي له خبرو پرته عملي اقدام نه تر سترګو کېږي؟
ماته د یوه افغان په توګه دا څنګه د منلو وړ ده چي د پاکستان پوځ زما سرتېري را شهيدانوي، او زما حکومت دي همدغه پوځ ته بېرته خپل سرتېري د روزلو لپاره ورلېږي؟ دا جلا خبره ده چي څوک وايي: دا د دووګاونډيو هېوادونو ترمنځ د سياسي ملګرتيا جوړېدل دی. پاکستان دا څو لسيزي زموږ سره سیاست او جګړه دواړه کارولي. نه يې د سیاست زور سپمولی، نه د جګړې. هم د افغانستان بهرنۍ پاليسي غواړي، هم دلته جګړه غواړي. پاکستان له ځان سره خورا ډېري غوښتني لري،خو زموږ يوه غوښتنه يې په صداقت نه ده منلې.
افغانستان کي د پاکستاني پوځيانو د عملیاتو خبري ولي را پورته کېږي. د کوټي شورا دلته ده که هلته. ترهګريز پټنځي دلته فعال دي؛ که هلته. د ځانمرګو بريدونو کمپنۍ دلې دي که هورې. وسلوال ترهګر له افغانستانه پاکستان ته ور اوړي، که له پاکستانه دلته را اوړي. جګړه دلته رهبري کېږي که هلته. په نړۍ واله کچه د تروريزم مرکز افغانستا دی که پاکستان. اوس چي دا هرڅه د پاکستان توليد؛ او هلته په رسمي ډول جواز لري نو ولي د پولي دې غاړه کي د دوئ د پوځي عملياتو رسمي/نارسمي خبرونه راځي. د پېښور او نورو بريدنو اصلي طراح کوونکي د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارې دي؛ مګر د پړې ګوته يې کله – کله د پولي دا غاړه کي پر افغان طالبانو ور اچول کېږي چي اصلاً هيڅ منطق يې نه اجابوي؛ ځکه پاکستان د ټولو وسلوالو ډلو-ټبلو زېږنده دی. دا او هغه ډلي دواړي د پاکستان د چپه لاس وسيلې دي.
د هند او پاکستان په اړه د افغانستان د اوسنۍ پاليسۍ په اړه وايم: زموږ د هېواد د بهرنۍ پاليسي متوازنوالی مهم دی؛ مګر په اوسمهاله شرايطو کي تر پاکستان موږ ته هندوستان ارزښتمن او ستراتيژيک تمامېدای سي. هند له افغانستان سره په رښتنې توګه ملګرتوب پيايي؛ مګر له بده مرغه پاکستان هيڅکله خپل نيت نه دی ساپ کړی، نه به يې ساپ کړي. اوس بيا پاکستان ځان صادق څرګندی کړی؛ او ځان ښيي چي ګويا د افغانستان د ښېرازۍ په اړه يې رښتنی قدم اخيستی.
افغانستان کي واک ته تازه رسېدونکو مشرانو سره پاکستان تل مدام دا ډول چلند د خپل يوه معمول په توګه کارولی. کله چي د طالب واکمنۍ نسکورېدو ورسته حامد کرزی واک ته ورسېد؛ پاکستان په ډېري بيدارۍ خپل مناسبات ورسره روان کړل. سره له دې چي حامد کرزي په خپله ۱۳ کلنه واکمنۍ کي پاکستان د يوه مخالف لوري په توګه ياداوه، مګر ۲۱ ځله يې رسمي سفرونه ور وکړل چي هيڅ پايله يې نه ده درلودلې. دا په دې مانا چي کرزي غوښتل د ترهګرۍ پر وړاندي پاکستان د يوه رښتني ملګري او پوله پر پوله هېواد په توګه له ځان سره ولري؛ مګر په تاسف سره پاکستان نيژدې يوه نيمه لسيزه افغانستان وغولاوه.
څرګندېږي چي افغانستان بيا د پاکستان په يوه نوې لومه کي راښکېلېږي.