د وصال په انتظار کې

ټوله شپه يمه شوګيره

زړه مې لومو کې نښتی

خپله هم شومه اسيره

راشه غېږ کې مې درواخله

ای د ښکليو نجونو پيره

د ژوندون له ګړنګونو

راغورځېږم بې تدبيره

چې دې زړه کې يمه نغښتې

داسې ښه يمه مستوره

خو احساس دې چې تفسیر کړم

له تشویشه شم تروره

چې به ته جنت ته لاړ شې

یابه زه شم هلته حوره

نن خوږې خبرې وکړه

د سبا وعده دې دوره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *