ښاغلي انجنیر محمد قسیم برهان د سمارټ تلیفونو لپاره د اساسي قانون ټلیفوني پروګرام؛ پس له ډېره زحمته په درو ژبو (پښتو، دري، انګليسي) بشپړ او په ګوګل کي یې خپور کړ، دا پروګرام د ډېرو اسانتیاوو په لرلو سره بې مثاله دی چي دا د برهان صاحب لیاقت او اخلاص په ګوته کوي. هېره دي نه وي چي انجنیر صاحب، د دې په مقابل کي د هیڅ چا څخه یو امتیاز حتا یو شاباسی هم نه دی اخیستی، خدای دي موږ ته وس را کړي چي داسي خلګ ولمانځو، او د انجنیرصاحب همت دي خدای نور هم ور لوړ کړي چي د پښتنو د پرمختګ تنده ورماته کړي. د پروګرام په هکله د برهان صاحب څرګندوني لاندي کتلای سی.
م. س. ب.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اساسي قانون په ځیرکو ټلیفونونو کي.

په اوسنيو څو کلنو کي دځیرکو ټلیفونو او ټابلیټونو ټکنالوژۍ ډیر پرمختګ کړی دی. نوموړې ټکنالوژي یواځي د اړیکو نیولو لپاره نه بلکي د ټولنیزو، اکاډیمیکو، تجارتي معاملو او داسي نورو هدفونو لپاره هم کارول کیږي.

دغه پرمختګ ته په کتو سره ما هم لازم وګڼل چي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون لپاره یو ټیلیفوني پروګرام .(Android Application) جوړ کړم

د ټولو هغو دوستانو او ملګرو څخه ډېره ډېره مننه کوم چي زما سره یې ددې ټلیفوني پروګرام په جوړولو کي مرسته وکړه، خپلي مشورې او ښایسته نظرونه یې را سره شریک کړل. یارانو که ستاسي هر اړخیزه کومک نه وای شاید ما دا پروګرام په ښه ډول نه وای جوړ کړای. بیا هم منندوی یم.

په دې لړ کي د ښاغلي ډاکټر بهیج عثماني څخه هم یوه دنیا مننه، چي دده د پښتو لیکبڼو (فونټونه) په کارولو سره دا اپلیکېشن نور هم ښکلی سو.

ملګرو دا ټلیفوني سافټوېر په ټولو هغو ځیرکو ټلیفونو او ټابلیټونو کي په مستقیم ډول کارول کېدای سي چي اجرأیوي سیسټم ) یې انډرویډ وي.Operating System(

د لاندني لینک په کلیکولو سره یې خپل ټلیفون ته را کښته کولای سي.
https://play.google.com/store/apps/details…

هم دارنګه په لاندني لینک کي د نوموړي سافټوېر د فېسبوک پاڼه ده. پدې پاڼه کي ددغه سافټوېر د څنګه کاروني په اړه مالومات در کول کیږي.

https://www.facebook.com/…/Android-App-for…/847023738677673…

هیله ده دا ټلیفوني پروګرام مو د ګټي وړ وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *