تاند- د امریکا په کلیفورنیا کې به ژر یو نوی قانون تصویب شي چې پر اساس به یې له انترنیټ سره د الیکترونیکي وسایلو د وصلولو لپاره اسانه پاسورډونه غیرقانوني شي.

د موډیمونو، روټرونو او نورو الیکترونیکي وسایلو د انترنیټ د اتصال اکثره مخکې تر مخکې جوړ شوي پاسورډونه ساده وي او کاروونکي یې هم عموماً نه بدلوي. له همدې کبله د خلکو انترنیټي امنیت له جدي خطر سره مخامخ کېږي.

د امریکا په کلیفورنیا کې ایالتي چارواکي غواړي چې د ټکنالوژیکي وسایلو تولیدوونکې کمپنۍ تر فشار لاندې راولي چې د خپلو محصولاتو امنیت زیات کړي.

ټاکل شوې ده چې دا لایحه له ۲۰۲۰ م کال څخه پر قانون واوړي او په جدي ډول عملي شی.

د دې قانون له تصویبه وروسته به له دې ایسته بازار ته وړاندې کېدونکي موډیمونه، روټرونه او نور د اډمن (admin)، پاسورډ (password) او یا ۱۲۳۴۵۶ په شان ساده پاسورډونه نه شي لرلی.

د کلیفورنیا ایالت والي یا ګورنر جري براون هم له دې طرحې سره موافقه اعلان کړې ده.

متخصصان وايي د شیانو د انترنیټ له عام کېدو او له انترنیټ سره د ګڼ شمېر وسایلو د وصل کېدو له کبله ساده پاسورډونه زیاتې ستونزې پېښوي او باید نور خلک ساده پاسورډ غوره نه کړي.

لاندې وینئ چې هاکران څنګه د خلکو پاسورډونه مومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *