تاند- څېړونکي وايي چې اسان د انسانانو له څېرې څخه د هغوی پر منفي او مثبت احساس پوهېږي.
د بریتانیا د ساسکس پوهنتون څېړونکو په یوه ازموینه کې د یو شمېر کسانو لوی رنګه عکسونه چاپ کړل. دا عکسونه په داسي حال کې اخیستل شوي وو چې خاوندانو یې د عکس اخیستلو په مهال مثبت یا منفي احساسات لرل. یعني ځیني په عکسونو کې خوشاله او ځیني په قار ول.
وروسته یې دا عکسونه ۸۲ اسانو ته ورښکاره کړل. په ازموینه کې څرګنده شوه چې اسان د انسان له څېرې څخه د هغه احساسات پېژندلی شي.
اسانو د هغو عکسونو په وړاندې، چې خاوند یې غوسه ښکارېده، سر شاته کاوه څو په کیڼه سترګه د انسان څېرې ته وګوري. د کتلو په وخت د اس د زړه ضربان زیاتېده.
تر دې پخوا څرګنده شوې وه چې سپي غوسه انسانانو ته په کیڼه سترګه ګوري.
د دې څېړنې نتیجه دا ده چې د څارویو د مغزو ښۍ خوا، چې په کیڼه سترګه ترلاسه کړي معلومات تحلیلوي، له خطرناکو او بېروونکو حالاتو سره د مقابلې دنده لري.