د ساینس د نننیو پرمختګونو په اړه د ارسطو نظریو ښې پایلې ورکړي دي او د پرمختګ په لور ښې ځلیدلې دي، که هغه د ساینسي علومو په اړه دي که هغه د ټولنیزو علومو، خو په ټولو برخو کې یې ځانګړی استعداد درلوده. همداسې د پښتو ادب په اوسنیو لیکوالو کې استاداسد الله غضنفر د پښتو ادبیاتو او نورو ټولنیزو برخو په اړه د ده اندونه او خبرې د کاڼې کرښې غوندې تلپاتې مفهوم ښکاره کوي.

زما د پورتنیو خبرو په اړه که چا د ازادۍ راډیو مجلې پروګرام اوریدلی وي، نو هلته د نوموړي د خبرو او استعداد په اړه حیرانیږي چې د یوې زړې موضوع باندې د څو نوواړخو له مخې خبرې کولای شي او هره خبره کې ځانګړی خوند، مفهوم او نوی والي پروت وی. د دې تر څنګ که څوک په هغه ادبي غونډو کې د ده کره کتنې خبرې واورې او د ده سوالونه یا په یوه موضوع د نظر وړاندې کولو انځور وګوري نو بیا روښانه کېږي چې د پښتو د ادب( شعر او نثر) په اړه د ده پوهه د هېواد په کچه نه بلکې یوه نړیواله پوهه لري.

اسد الله غضنفر د پښتو د ادب د غزلبول شاعر محمد صدیق پسرلي مشر زوی، د هندوکش په شمال کې د کندوز ولایت د چهار درې په ولسوالۍ کې زېږیدلی دی، دولسم ټولګی یې د کندوز په شیرخان لیسه کې لوستی دی او بیا د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوی همدا ډول یې په پېښور پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو په برخه کېماسټري اخیستې ده او خپله لومړۍ رسمې دنده یې د ایران په تهران راډیو کې پیل کړې ده. په پښتو ادب کې د خوشحال خان له کورنۍ نه وروسته دا دویمه کورنۍ ده چې ډېری غړي، لیکوال او د پښتو ادب پنځونکي دي.

اسد الله غضنفر د جهاد پر مهال په پېښور کې اوسیده هلته ده هم د مقامت په نوم ادبیاتو کې ښه ځلیدلی دی او همغه وخت یې د لنډو کیسو یو اثر( ساړه بادونه) د ناهید خپرندویه ټولنې له خوا چاپ شوی دی. نوموړي د مهاجرت په چاپیریال کې د مهمو چاپ رسنیو سره د کتونکي او فعاله غړي په توګه پاتې شوی دی لکه د سپېدې مجله او د داستانونه په نوم چې کومه مجله خپرېده د هغې مدیریت هم د نوموړي په غاړه و.

استاد غضنفر د لنډو کیسو په فن او تخنیکونو کې لوی استاد او کره کتونکى کڼل کېږي او په دې اړه یې پخوا ډېر کار او هڅې کړي دي،چې لسګونه لنډې کیسې د هېواد په بېلابېلو چاپ رسنیو کې خپرې شوې دي او تر دې دمه یې په سلګونه نوي په سلګونو نوو ځوانانو ته په غونډو ، ملي کنفرانسو او ادبي بنډارونهناستو کې لارښونې کړي دي.

استاد غضنفر د لنډو کیسو د مخکښ لیکوال تر څنګ د پښتو ادب د اوسنیو کره کتونکو کې هم ځانګړی ځای لري او د خپل رسا نقد له پلوه په یوې خبرې سل نوې خبرې راټوکوي، چې زما خپله د ده د کیسې لیکنې په پرتله د ده کره کتنه ډېره خوښیږي.

استاد غضنفر د کره کتنې له لارې اوسمهال لسګونه داسې مقالې او لیکنې وړاندې کړي چې هغه هم د تیوري په برخه کې او هم په عملي توګه د ادب په ډګر کې ترې ګټه اخیستل کېږي. زما په اند د ده د (نثر لیکلو هنر) کې چې کومې مقالې وړاندې شوې هغه ټولې نوې ښکاري او د ده خپله خبره ده چې وايي : (( ښه ښونیز نثر کې که مثالونه وړاندې شي د مفهمو په رسولو کې ښه مرسته کولای شي)). نو په دغه اثر کې مقالې د تیوري تر څنګ عملي برخه د یو مثال په توګه هم وړاندې کړې او دا کار د ادبیاتو د زده کړیالانو او هغه کسانو له پاره مهم دی چې دوی د ادبیاتو په اړه پوهه تر لاسه کوی.

ددې ترڅنګ استاد له اردو او انګليسي ژبو څخه هم په ژباړه کې لوى لاس لري، چې وخت ناوخت يې علمي، ادبي او ټولنيزې ليکنې ژباړلې، چې تر ټولو ښه بېلګه يې د هند دنيمي وچې نوماند تاريخ ليکوونکي مبارک علي تاريخي ژباړې وې، چې پښتانه يې ورسره اشنا کړل او دغه ژباړې په کتابي بڼه هم خپرې شوې دي.

بل خوا د نوموړي استاد د ښې لیکوالۍ راز د ده د کره کتنې په اړه د مهارت سره تړلی ښکاري، همدا علت دی که دی د یوې موضوع په اړه یوـ دوه کرښې ولیکې خو پراخه مهفوم لري ځکه کومې خبرې چې وړاندې کوی هغه یې د بېلابیلو اړخو له مخې څېړلې وي.

د پښتو د ادب ستوری ګل پاچا الفت د نثر د لیکوالۍ په اړه ډېر باریکبین لیکوال تېر شوی یعنې الفت صاحب یوه انتقادې ټولنیزه موضوع په ډېره باریکبین حالت کې وړاندې کړې ده ، د همدې ځانګړې په اساس د ده غوره نثرونه د ډېرو کسانو خوښېږي. همداسې استاد غضنفر خینو خبرو ته د یو عجیب اړخ له امله پام کړی او هغه موضوع یې داسې وړاندې کړ، چې په لوستلو یې لوستونکي ته ارزښت، او باریکبینې وړاندې کړې لکه د نه لیکلو هنر، ولې او داسې نور.

د استاد غضنفر د نثر لیکلو هنر کتاب اوسمهال د نثر د تیوري په برخه کې لوی شهګار ګڼل کېږي چې د هېواد په کچه په لویو علمي اکاډمیو کې هم د زده کړې په توګه ترې کار اخیستل کېږي،‎. نوموړی استاد اوسمهال غواړي چې همداسې یو قیمتي اثر د شعر په اړه هم په نژدې وختو کې وړاندې کړي.

نوموړی د پورته ادبي فعالیتونو تر څنګ په ازادۍ راډیو کې دنده تر سره کوي، چې په هغې کې هم ادبي خپرونه وړاندې کوي او ډېر ژر به د استاد غضنفر او استاد منلي د مرکو هغه اثر هم چاپ شي کوم چې دواړو استادانو د ادبي مسایلو په اړه پرې بحث کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *